بغلان کې خبریالانو ته د رواني درملنې روزنیز پروګرام ترسره شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴
..

د رواني روغتیا په برخه کې د خبریالانو د پوهاوي لوړولو او د رواني فشارونو د مدیریت په موخه، بغلان کې د سیمه‌ییزو رسنیو ۲۰ تنو خبریالانو ته د رواني درملنې یو ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي سمیع‌الله مصباح وویل: دغه پروګرام د خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري، د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ ترسره شو.
دغه راز د خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي عبدالواحد وحدت وویل: په دغه پروګرام کې خبریالانو ته د رواني روغتیا، د رواني فشارونو د مدیریت او د رسنیز کار له اړوندو ننګونو سره د مقابلې د لارو چارو په اړه د رواني درملنې د یو تن متخصص له خوا معلومات ورکړل شول.
همدارنګه، د بغلان د والي ویاند د رسنیو د اهمیت او رول په اړه خبرې وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د خبریالانو خوندیتوب کمېټې له هڅو څخه یې د مننې ترڅنګ، د خبریالانو لپاره د ورته روزنیزو پروګرامونو په ملاتړ ټینګار وکړ.
ورته مهال، ګډونوالو د دغه یو ورځني روزنیز پروګرام ترسره کېدل ګټور وبلل او په راتلونکي کې یې د ورته روزنیزو پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۳۶
Background image

لغمان کې خبریالانو ته د رواني درملنې په اړه سیمینار وړاندې شو

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په ګډو همکاریو ددې ولایت د بیلابیلو رسنیو خبریالانو ته د رواني درملنې تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۱۷
Background image

سمنګان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمیټې د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري، د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې د همغږۍ غونډه، د رسنیو د مسوولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۵۶
Background image

له قلموالو او د ټولنیزو رسنیو له فعالو ځوانانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د روزګان په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د دغه ولایت له قلموالو او د ټولنیزو رسنیو له یو شمېر فعالو ځوانانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
د دغې. . .

BACK TO NEWS