بغلان کې خبریالانو ته د رواني درملنې روزنیز پروګرام ترسره شو
د رواني روغتیا په برخه کې د خبریالانو د پوهاوي لوړولو او د رواني فشارونو د مدیریت په موخه، بغلان کې د سیمهییزو رسنیو ۲۰ تنو خبریالانو ته د رواني درملنې یو ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي سمیعالله مصباح وویل: دغه پروګرام د خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري، د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ ترسره شو.
دغه راز د خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي عبدالواحد وحدت وویل: په دغه پروګرام کې خبریالانو ته د رواني روغتیا، د رواني فشارونو د مدیریت او د رسنیز کار له اړوندو ننګونو سره د مقابلې د لارو چارو په اړه د رواني درملنې د یو تن متخصص له خوا معلومات ورکړل شول.
همدارنګه، د بغلان د والي ویاند د رسنیو د اهمیت او رول په اړه خبرې وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د خبریالانو خوندیتوب کمېټې له هڅو څخه یې د مننې ترڅنګ، د خبریالانو لپاره د ورته روزنیزو پروګرامونو په ملاتړ ټینګار وکړ.
ورته مهال، ګډونوالو د دغه یو ورځني روزنیز پروګرام ترسره کېدل ګټور وبلل او په راتلونکي کې یې د ورته روزنیزو پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.
۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ ق
