اطلاعاتو او کلتور رياست له ښوونيز مرکز سره د تخفیف هوکړه لاسلیک کړه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۹:۵۷
..

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهیر او صبر د ساينسي او ټولنيزو علومو اکاډمۍ مسؤل ترمنځ په فیس کې د تخفیف ورکولو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د ځوانانو چارو آمر وايي: کوم ځوانان، چې یادې اکاډمۍ ته ورمعرفي کوو، دوی به ورته په انګليسي ژبې، کانکور آمادګۍ، کمپیوټر زده کړې، ديني زده کړو، ليک او لوست او نورو برخو کې په میاشتني فیس کې ۵۰ سلنه تخفیف ورکوي.
نوموړي زياته کړه؛ سږ کال مو په ننګرهار کې ټولو پوهنتونونو او تعلیمي مراکزو سره د ځوانانو د زده کړو ترلاسه کولو لپاره بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، چې تر دې دمه مو څه له پاسه ۱۰۰۰ تنه ځوانان ورمعرفي کړي، چې اوس عملاً پر زده کړو بوخت دي او دا لړۍ دوام لري.

۱۴۴۶/۳/۲۹ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۱ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۹
Background image

ګرشک کې د ځوانانو د فکري انحراف د مخنیوي اړوند یو ورځنی سمینار تر سره شو

د هلمند لایت ګرشک ولسوالۍ د ابو الفتح بستي منځني ښوونځي کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې ریاستونو په ګډه همږغۍ د یاد ښوونځي ښوونکو، زده کوونکو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۸:۵۲
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له استازو سره وکتل

نن یکشنبه ( ۲۲ د شوال المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه  په خپل کاري دفتر کې د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل.

په پیل کې د بهر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د هنر او کلتور معین د کابل بالاحصار له روانو رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق‌الله عزیزي، د ملي دفاع وزارت مرستیال او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل لرغوني بالاحصار له روانو. . .

BACK TO NEWS