د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول او مرکزي بهسود ولسوالیو له مسؤلینو او اوسېدونکو سره وکتل

wasim_admin
Wed, Sep 09 2026 10:05 AM
..

د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ یو پلاوي د مرکزي او حصه اول بهسود ولسوالیو ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او اوسېدونکو سره یې وکتل.
د دغه سفر موخه مسؤلینو او ولسونو سره د جهادي اثارو راټولولو په اړه د معلوماتو شریکول او د جهادي اثارو د راټولولو په برخه کې د خلکو هڅول وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: هڅه کېږي چې د تېر امریکایي اشغال پر وړاندې د جهاد په مهال د شهید شویو مجاهدینو په یاد تاریخي څلي او منارونه جوړ شي او هغه وسلې او تجهیزات چې مجاهدینو له اشغالګرو څخه د جګړو پر مهال نیولي، د غنیمت په توګه یې ترلاسه کړي یا یې په خپلو لاسونو جوړ کړي په مجاهد موزیم کې خوندي او نندارې ته وړاندې شي.
نوموړي له ولسوالانو او خلکو څخه وغوښتل چې د مجاهد موزیم د لا غني کولو په موخه د شهیدانو اړوند تاریخي اثار او د جهاد له دورې پاتې وسایل راټول او دغه موزیم ته یې وسپاري.
ورته مهال د یادو ولسوالیو ولسوالانو د جهادي اثارو د راټولولو او خوندي کولو دغه اقدام وستایه او دا یې د جهادي تاریخ د ساتنې په برخه کې مهم وباله. دوی په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
همدارنګه د دغو ولسوالیو اوسېدونکو هم د جهادي آثارو راټولو او موزیم ته سپارلو په برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

۱۴۴۸/۳/۲۶ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Sep 08 2026 3:45 PM
Background image

Commission Reviews Signage and Advertising Boards in Kabul’s 11th District

As part of its ongoing field activities, the Commission for the Improvement of Signage and Advertising Boards, affiliated with the Deputy Ministry of Publications Affairs of the. . .

Mon, Sep 07 2026 3:01 PM
Background image

Regular Meeting of the Book Review Commission Held

On Monday (24 Rabi’ al-Awwal 1448 AH), the regular meeting of the Book Review Commission, affiliated with the Deputy Ministry of Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

Sun, Sep 06 2026 9:10 AM
Background image

Deputy Minister for Culture and Arts Meets with Director General of Turquoise Mountain

Sheikh Abdul Rahman Tayebi, Deputy Minister for Culture and Arts at the Ministry of Information and Culture, met with Ms. Lian, Director General of Turquoise Mountain in Afghanistan,. . .

BACK TO NEWS