د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي سمنګان ولایت ته د سیاحتي او تاريخي سيمو د ارزونې په موخه سفر وکړ

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۲۲
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي سمنګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره په همغږۍ د رستم تخت له تاریخي سیمې څخه لیدنه وکړه.
د پلاوي مشر او د ګرځندوی، مالي او اداري معينيت مشاور سعدالله اسد وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي، چې په دغه سیمه کې د سیلانیانو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، په پلان کې ده چې د جامع جومات ترڅنګ په غره کې  د مغارو په شکل جوړ شوي دوکانونه د لاسي صنایعو د پلور لپاره فعال شي، همداراز، د رستم تخت مخې ته د بیرغ ستنې درول، د دواړو غرونو ترمنځ د کیبلي زانګوګانو جوړول او د نورو اړینو اسانتیاوو برابرول هم په پام کې نیول شوي دي.
د ګرځندوی، مالي او اداري مشاور سعدالله اسد په مشرۍ پلاوي د سفر په دوام د خُلم ولسوالۍ د جهان ‌نما بڼ او ماڼۍ څخه هم لیدنه وکړه او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به د جهان ‌نما ماڼۍ د بیارغولو، د بڼ د ساتنې او سمسورتیا او د حوض جوړولو چارې ترسره کړي او د سیلانیانو لپاره د فوټبال او والیبال میدانونو، د ماشومانو د تفریح ځانګړې ساحې او جامع جومات جوړول هم د یادې سیمې د پراختیا په پلانونو کې شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سفر موخه د سمنګان ولایت د تاریخي او سیاحتي سیمو ارزونه، د تاریخي آبداتو د ساتنې او پالنې لپاره د اړینو اسانتیاوو پېژندل او د سیاحتي سیمو د پراختیا لپاره د شته امکاناتو ارزول وو.

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۱۸
Background image

برگزاری نشست آنلاین هماهنگی معین گرځندوی، مالی و اداری با آتشه‌های فرهنگی 

مولوی قدرت الله جمال معین گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ نشستی هماهنگی با آتشه‌های فرهنگی افغان در کشورهای خارجی در حضور محمد شفیق احمدزی رییس ارتباط خارجه و آتشه‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴۷
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها در بغلان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بغلان نشست هماهنگی با مسوولان و خبرنگاران رسانه‌های خصوصی و دولتی راه‌اندازی کرد.
مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت بغلان مشکلات و پیشنهادات خبرنگاران و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۵۸
Background image

توزیع مواد معلوماتی چاپ شدهٔ فرمان شماره ۱۷ در ولسوالی جلریز

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت میدان‌وردگ مواد معلوماتی(بروشورها، ستیکرها، بنرها .....)فرمان شماره ۱۷(جلوگیری از رسوم ناپسند) زعیم کشور حفظه‌الله‌تعالی که از سوی وزارت اطلاعات و فرهنگ به. . .

BACK TO NEWS