د لرغون‌ پېژندنې په ریاست کې د لرغون ‌پېژندونکو کمېټې غونډه ترسره شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۳۱
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د لرغون پېژندنې رئیس سید ذبیح‌الله سادات په مشرۍ د لرغون ‌پېژندونکو کمېټې غونډه، د کمېټې د غړو په حضور کې چې د کابل پوهنتون، د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د تاریخي آبداتو د ساتنې او بیارغونې ریاست او د لرغون‌ پېژندنې ریاست استازي پکې شامل دي، ترسره شوه.
په دې غونډه کې د لرغونو ساحو د وضعیت، تاریخي آبداتو او د هېواد له فرهنګي میراثونو سره د اړوندو نورو علمي او مسلکي موضوعاتو په اړه بحث او هر اړخیزه ارزونه وشوه او له تخصصي بحثونو وروسته، د ۱۳ موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه، په دې غونډه کې د لوګر ولایت د مس‌عینک او د غور ولایت د منار جام له لرغونو ساحو څخه د معماري موادو، عضوي موادو او کاربني نمونو بېلګې، چې په بهر کې د تخصصي لابراتواري ازموینو او تحلیلونو لپاره برابرې شوې دي، وکتل شوې او د علمي مطالعاتو د ترسره کولو لپاره مناسبې نمونې وټاکل شوې.
د کمېټې غړو ټینګار وکړ، چې د لابراتواري علمي مطالعاتو او تحلیلونو ترسره کول کولای شي، د موادو په لا دقیق پېژندنه، د اثارو او ساختماني موادو د مشخصاتو او ځانګړنو په ټاکلو، د تاریخي او لرغونو دورو په تشخیص او د هېواد د لرغونو ساحو او تاریخي آبداتو اړوند د علمي اسنادو په بشپړولو کې اغېزمن تمام شي.
په پای کې، د اړوندو علمي او مسلکي ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ، د فرهنګي میراثونو د ارزونې او ساتنې په بهیر کې د علمي او مسلکي اصولو پر رعایت او د ترسره شویو پرېکړو پر تعقیب ټینګار وشو.

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

نشست کمیته باستان‌شناسان در ریاست باستان‌شناسی برگزار شد

به ریاست سید ذبیح الله سادات رییس باستان‌شناسی نشست کمیته باستان‌شناسان در حضور اعضای کمیته(پوهنتون کابل، آکادمی علوم افغانستان، ریاست حفظ و ترمیم آبدات تاریخی و ریاست باستان‌شناسی) راه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱۸
Background image

سیمینار تحت عنوان (نسل جوان؛ از خودسازی تا جامعه‌سازی) در ولسوالی آقچه برگزار شد

سیمینار آموزشی و فرهنگی تحت عنوان(نسل جوان؛ از خودسازی تا جامعه‌سازی) از سوی اداره علمی و فرهنگی البرز، با هماهنگی و همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ جوزجان، با اشتراک حدود ۲۰۰ تن از جوانان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۹
Background image

برگزاری نشست مشورتی کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات 

به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ نشست مشورتی کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در آغاز نشست، منشی کمیسیون گزارش. . .

BACK TO NEWS