کاپیسا کې سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو، چې په دغه سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني صاحب، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو او د سیمه‌ئیزو ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی و.
د پروګرام په پیل کې د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم‌الله وثیق ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا ډول سیمینارونو جوړول د خبریالانو د ظرفیتونو لوړونې او له رسنیو، ځوانانو او فرهنګي شخصیتونو سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم دي، د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې له رسنیو او فرهنګي شخصیتونو سره د همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني صاحب د ټولنې د پوهاوي، د واقعیتونو د انعکاس او د مسلکي مسؤلیتونو په ترسره کولو کې د رسنیو او خبریالانو رول مهم وباله او ویې ویل: د نظام مخالفین له منفي تبلیغاتو څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، خو د رسنیو مسؤلیت دا دی چې حقایق او واقعیتونه په سمه توګه خلکو ته ورسوي.
ښاغلي حقاني صاحب زیاته کړه؛ اسلامي نظام یو الهي نعمت دی او ټول مکلف دي، چې د نظام د پیاوړتیا او پایښت لپاره هڅې وکړي او له دیني، عقیدوي او ملي ارزښتونو څخه دفاع وکړي.
همدارنګه د خپرونو چارو معین مولوي‌ مهاجر فراهي د پاکستان د وروستیو بریدونو په اړه یادونه وکړه او له رسنیو څخه یې وغوښتل چې د ناسمو او تخریبي تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه وکړي او د اسلامي نظام لاسته راوړنې، د هېواد اقتصادي پرمختګونه او د بیارغونې چارې په پراخه کچه انعکاس کړي.
په ټولیزو رسنیو د څار مسؤل مولوي صفي‌الله رائد، د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد، د ازادو ژورنالیستانو د اتحاديې مشر حجت الله مجددي او یو شمېر نورو ولایتي مسؤلینو او د پوهنتون استادانو د خبریالۍ د اصولو او بنسټونو او د خبریالانو مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او د معلوماتو د دقیق انتقال، د خبریالانو ترمنځ د تجربو شریکول او د ټولنې د پوهاوي او فکري روزنې په برخه کې د ژورنالېزم رول مهم وباله.
ویناوالو ټینګار وکړ، چې خبریالان باید خپل فعالیتونه د دیني او عقیدوي ارزښتونو له مخې او د هېواد د پرمختګ په موخه ترسره کړي، دوی د عقیدوي اصلاح په برخه کې ځوانان د هېواد راتلونکي جوړونکي وبلل او په ژوند کې د هدف ټاکلو، رښتینولۍ او د حق د دفاع پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
د سیمینار په پای کې ګډونوالو د دغه سیمینار د جوړېدو هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې هم د خبریالانو او ځوانانو د ظرفیت لوړونې او استعدادونو د ودې لپاره ورته پروګرامونه جوړ کړي.
۱۴۴۸/۱/۱۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۸
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی یک روزه به صدها تن خبرنگاران، مسوولان مطبوعاتی، ادیبان، مبارزین و جوانان در ولایت کاپیسا

معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا سیمینار آموزشی یک روزه(ارتقای‌ظرفیت فکری، عقیدتی و مسلکی) به صدها تن خبرنگاران، مسوولان مطبوعاتی،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۳۲
Background image

رونمایی کتاب (امام جهاد و سیاست)

ریاست ‌کتاب‌خانه‌های عامهٔ وزارت اطلاعات و فرهنگ از کتاب (امام جهاد و سیاست) تألیف عبدالمتین عاطفی طی مراسمی در قصر ملکهٔ باغ‌بابر رونمایی کرد.
مسوولان ریاست کتاب‌خانه عامه می‌گویند که. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۱۹
Background image

بررسی و نظارت کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات از ناحیه یازدهم شهر کابل

کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ از لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات از ساحه چهارراهی قلعه نجارها ناحیه یازدهم شهر کابل بررسی و نظارت کردند.
مح. . .

BACK TO NEWS