د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کتاب ‌لوستنې دود ته ځانګړې پاملرنه لري

tawana_admin
Mon, Jan 27 2025 9:02 AM
شسشی

 د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: دې ولايت کې د کتاب لوستنې دود ته ځانګړې پاملرنه شوې ده او لا هم هڅې روانې دي، چې د کتاب لوستنې دود نور هم پياوړی شي.
په همدې موخه د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ګل محمد الیاس د امام صاحب ولسوالۍ د عامه کتابتون څخه د ليدنې په موخه يادې ولسوالۍ ته سفر وکړ او له ياد کتابتون څخه يې ليدنه او هر اړخيزه څارنه وکړه.
ښاغلي الیاس په ‌دې لیدنه کې د عامه کتابتون له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې ولسونه نه‌ یوازې کتاب لوستلو ته وهڅوي، بلکې هغوی ته عامه پوهاوی ورکړي، ترڅو د کتاب له مطالعې سره علاقه پیدا کړي. 
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رياست له لوري د کندوز ولايت له عامه کتابتونونو سره د شاوخوا ۵۰۰ ټوکو کتابونو مرسته شوې وه، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په دې ولايت کې په فعالو دريو عامه کتابتونونو ووېشل شول.

۱۴۴۶/۷/۲۶ ق
۱۴۰۳/۱۱/۸ ل

تازه ترین اخبار

Sun, Jun 14 2026 1:37 PM
Background image

Historic Sword Donated to the National Museum

A historic sword was formally handed over to the National Museum by Habib Rahman Noori, a resident of Paktia Province, in the presence of Mawlawi Atiqullah Azizi, Deputy Minister of. . .

Sat, Jun 13 2026 8:44 AM
Background image

Cultural Attaché of the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow Participates in Prayer Ceremony for the Palestinian People

Mr. Fazl Elahi Hamza, Cultural Attaché of the Ministry of Information and Culture at the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow, attended a prayer ceremony titled. . .

BACK TO NEWS