سمنګان ولايت کې له ۵۰۰ تنو څخه د انګليسي ژبې او کمپيوټر ازموینه واخستل شوه

rahim_admin
Mon, May 06 2024 10:35 AM
Samangan province

یک‌شنبه (۲۶ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د سمنګان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکټېډ موسسې په همکارۍ له ۵۰۰ تنه ځوانانو څخه د انګليسي ژبې، کمپيوټر، محاسبې او تجارت برخه کې انلاين ازموينه واخستل شوه.

د يادې ازموينې اخستو پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئيس مولوي فیروز الدين منيب، د ځوانانو چارو آمر صبغت الله زرقاوي او د اکټېډ موسسې مسؤلينو شتون درلود.

د اکټېډ موسسې د ځوانانو د سوداګريزو استعدادونو او مهارتونو د پراختيا مسؤل ضیاء الرحمن شرقي زاده وويل: اکټېډ موسسې د ځوانانو چارو آمريت سره په همغږۍ له ۵۰۰ تنو ځوانانو څخه د انګليسي ژبې، کمپيوټر، محاسبې او تجارت په برخه کې انلاين ازموينه واخیسته، چې له دې جملې څخه به ۲۵۶ تنه د شپږو مياشتو لپاره په يادو برخو کې زده کړې وکړي.

۱۴۰۳/۲/۱۶ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۵ میلادي

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS