د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ له سیاحتي سیمو څخه لیدنه ترسره شوه

rahim_admin
Mon, Apr 22 2024 9:51 AM
Baghlan province

دوشنبه ( ۱۳ د شوال المکرم ‍۱۴۴۵) د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د دې ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ په سیاحتي سیمو کې له کورنیو سیلانیانو سره د لیدنې په موخه دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې سیلانیانو ته د اسانتیاوو د برابرولو ژمنې وکړې.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میرحقاني د دهنه غوري ولسوالۍ د بیلابیلو سیاحتي سیمو څخه د لیدنې پر مهال وویل: اوس په ورځني ډول لسګونه سیلانیان د دې ولسوالۍ له طبعي مناظرو او ښکلاوو څخه د لیدنې په موخه سیاحتي سیمو ته راځي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست به هڅه وکړي چې په بیلابیلو برخو کې سیلانیانو ته اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

حقاني زیاته کړه؛ په سږني پسرلي کې د سیلانیانو ګڼه ګوڼه د دهنه غوري په سرسبزه سیاحتي سیمو کې د نورو کلونو په پرتله زیاته لیدل کیږي او غوښتنه یې وکړه چې نور سیلانیان هم باید د دې ولسوالۍ د طبعي مناظرو د لیدو په موخه دهنه غوري ته سفرونه وکړي.

د تیر نظام پرمهال د دهنه غوري ولسوال محمد قسیم اندړ چې د دهنه غوري سیاحتي سیمو ته له سیلانیانو سره یوځای راغلی  وايي، چې اوس د پخوا په پرتله په ټول هیواد کې آمنیت ډاډمن شوی او خلک په خورا اسانۍ سره کولای شي چې له یوې سیمې بلې سیمې ته سفرونه وکړي او خپلې میلې او سياحت ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

Sun, Jun 14 2026 1:37 PM
Background image

Historic Sword Donated to the National Museum

A historic sword was formally handed over to the National Museum by Habib Rahman Noori, a resident of Paktia Province, in the presence of Mawlawi Atiqullah Azizi, Deputy Minister of. . .

Sat, Jun 13 2026 8:44 AM
Background image

Cultural Attaché of the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow Participates in Prayer Ceremony for the Palestinian People

Mr. Fazl Elahi Hamza, Cultural Attaché of the Ministry of Information and Culture at the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow, attended a prayer ceremony titled. . .

BACK TO NEWS