هېواد د علمي او فرهنګي شخصیت استاد فضل محمد پنهان پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشینۍ او خواخوږۍ پیغام
په خواشینۍ مو خبر تر لاس کړ، چې د هېواد پېژندل شوی علمي او فرهنګي شخصیت استاد فضل محمد پنهان د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۷۵ کلونو په عمر نن له نړۍ سترګې پټې کړې.
اراواښاد استاد پنهان پیاوړی لیکوال او شاعر و، ډېر موده د قندهار په عالي دارالمعلمین کې د پښتو ژبې او ادبیاتو استاد و او نږدې نیمه پېړۍ یې په بېلابېلو ښوونیزو او څېړنیزو برخو کې کار وکړ.
استاد پنهان ګڼ علمي څېړنیز آثار لیکلي دي، چې تر شلو ډېر یې چاپ شوي دي او ځیني یې لا تر اوسه له چاپه پاتي دي. څه موده وړاندې یې ( د ملنګ جان کچکول) اثر له چاپه راووت.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د استاد فضل محمد پنهان مړینه ضایعه بولي، ارواښاد ته د فردوس جنت او دده کورنۍ، خپلوانو او دوستانو، د قندهار او ټول هېواد لیکوالو او شاعرانو ته د جمیل صبر هیله کوي.
