عبدالمنان شېواى شرق د هېواد د رسنيو له مشرانو سره پېژندګلويزه او مشورتي غونډه وکړه

Anonymous (not verified)
Sat, Feb 22 2020 2:58 PM
عبدالمنان شېواى شرق د هېواد د رسنيو له مشرانو سره پېژندګلويزه او مشورتي غونډه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېواى شرق د رسنيو او خپرونو له بېلابېلو بنسټونو سره د غونډو په دوام، پرون د هېواد د رسنيو له مشرانو سره د کابل په پارک سټار هوټل کې پېژندګلويزه او مشورتې غونډه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ شېواى شرق په دې غونډه کې چې په هغې کې د حکومتي او خصوصي رسنيو او د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو مشرانو او دغه راز د پوهنتون استادانو ګډون لاره، په ټولنه کې د رسنيو د رول په اړه خبرې وکړې  او ټينګار يې وکړ چې رسنۍ د هر ولسواک نظام څلورم رکن دى. هغه د رسنيو په اړه خپل ليدلورى تشريح کړ او زياته يې کړه: زما ليدلورى، متحرک، ژمن، پوښتونکى او انتقاد منونکى دى. ده په هېواد کې د رسنيو او بيان آزادۍ د قوي ملاتړ ډاډ ورکړ.
شېواى شرق وويل چې حکومت د رسنيو ٧٠ ميليونه افغانۍ جريمه وبخښله او د هېواد د رسنيو شهيدانو د ياد څلي جوړولو ته يې اشاره وکړه او زياته يې کړه چې په دې اړه يې هم د کابل ښاروالۍ له مسوولينو سره خبرې کړې دي او ډاډ يې ورکړ چې د دغه يادګاري څلي د جوړولو کار به تر راتلونکو دوو اوونيو پورې بشپړ شي او  په هغه کې به د رسنيو د ټولو شهيدانو نومونه وليکل شي.
شېواي شرق په خپلو خبروکې د خپرونو چارو په معينيت کې د اصلاحي پروګرامونو په باب څرګنده کړه چې د خپرونو چارو معينيت د ستراتيژۍ د تدوين په يې کار پيل کړى دى
ده دغه راز زياته کړه: د دغه معينيت په اډانه کې به يو مشورتي بورډ جوړ شي،         په نشراتي برخوکې به شکلي او محتوايي بدلونونه رامنځته شي او د کاپي رايټ قانون، د ټوليزو رسنيو قانون او اړوندو طرزالعملونوکې د بدلونونه طرحه به وړاندې شي.
د خپرونو چارو معين د خصوصي رسنيو د خاوندانو پاملرنه هغو مسووليتونو ته واړوله چې دوى يې د خبريالانو پر وړاندې لري او ټينګار يې وکړ چې د خصوصي  رسنيو خاوندان بايد له خبريالانو او له ټولو رسنيزو کارکوونکو سره په خپلو قراردادونوکې د کار قانون او د رسنيو د تاسيس د څرنګوالي مقرره رعايت کړي او زياته يې کړه چې دا قراردادونه بايد له نافذه قوانينو سره سمون ولري او راڼه وي.
دغه راز په دې غونډه کې د هېواد د يو شمېر رسنيو مشرانو خبرې وکړې او شېواى شرق ته يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين په توګه د تقرر مبارکي وويله او په هېواد کې يې د رسنيزو فعاليتونو د ودې او د بيان آزادۍ د بنسټي کولو په برخه کې يې د هغه د پروګرامونو ملاتړ وکړ
.
کابل / د کب دويمه / باختر

تازه ترین اخبار

Sun, Sep 06 2026 9:10 AM
Background image

Deputy Minister for Culture and Arts Meets with Director General of Turquoise Mountain

Sheikh Abdul Rahman Tayebi, Deputy Minister for Culture and Arts at the Ministry of Information and Culture, met with Ms. Lian, Director General of Turquoise Mountain in Afghanistan,. . .

Wed, Sep 02 2026 4:13 PM
Background image

New Directors Appointed to Departments of the Ministry of Information and Culture

Pursuant to a decree issued by the Office of the Prime Minister of the Islamic Emirate of Afghanistan, three new directors have been appointed to key departments of the Ministry of. . .

Tue, Sep 01 2026 4:35 PM
Background image

Signage and Advertising Boards Reform Commission Conducts Inspection in Kabul’s 2nd District

On 18 Rabi’ al-Awwal 1448 AH, as part of its ongoing field activities, the Signage and Advertising Boards Reform Commission, affiliated with the Deputy Ministry of Publications of the. . .

BACK TO NEWS