د اطلاعاتو او کلتور ریاست کلتوري پلاوي د جغتو ولسوالۍ له تاریخي او سیاحتي سیمو لیدنه وکړه

wares_admin
Thu, Nov 09 2023 12:58 PM
MaidanWardak

تېره ورځ د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد په سپارښتنه کلتوري پلاوي د دغه ولایت جغتو ولسوالۍ ته د تاریخي آبدو او سیاحتي سیمو څخه د نظارت په موخه سفر وکړ.
دغه پلاوي چې مشري یې د کلتور او ګرځندوی آمر ښاغلي شفیق الله فضلي کوله د اړونده ولسوالۍ له سلطان بند سیاحتي سیمې، چهل ګزي زیارت او ګږې بیبي تیږې او غازي محمد جان خان وردګ له کور څخه لیدنه وکړه.
سلطان بند د سیاحت لپاره غوره سیمه ده او ګڼ شمېر سیاحین د کال په اوږدو کې ترې لیدنه کوي، خو په دې وروستیو کې له اوبو خالي، دېوال یې چاکونه کړي او په تقریبي ډول له خړو  او خاورو ډک شوی.
په دې اړه د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد وایي: سلطان بند چې په لومړي ځل د سلطان محمود غزنوي په زمانه کې سلګونه کاله مخکې جوړ شوې د سیاحینو لپاره یوه غوره سیمه بلل کېږي. 
ښاغلی مجاهد زیاتوي: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه شان سیاحتي سیمو د رغولو لپاره ځانګړی پلان لري او د میدان وردګ ولایت له بډایه خلکو غواړي چې په دغه سیمه کې پانګونه وکړي. 

۱۴۴۵/۴/۲۳ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۱۶ هـ ش

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS