زابل کې د حق المبین کتاب ازموينه واخيستل شوه

wares_admin
Thu, Oct 12 2023 6:49 PM
زابل کې د حق المبین کتاب ازموينه واخيستل شوه

د زابل ولایت د پوهنې او اطلاعاتو او کلتور رياستونو مسؤلين وايي: چې د ليسو د زده کوونکو څخه یې په حق المبین کتاب کې ازمونه واخيسته، چې په ياده ازموينه کې څلور سوه پنځوس تنو  زده کوونکو ګډون کړی و.
د زابل د پوهنې رياست اداري مرستيال مولوي محمدنسيم نصير وويل: ياد کتاب مخکې پر زده کوونکو توزیع شوی و، چې اوس ورڅخه ازموینه واخيستل شوه، په خبره يې په یاده ازموینه کې ۴۵۰ تنو زده کوونګو ګډون کړی و، ښاغلی نصير زياتوي، ددې سياليو څخه يې موخه د زده کوونکو او ځوانانو فکر جوړونه ده.
په ورته وخت کې د ازموينې ګډونوالو د داسې سيالیو په جوړولو خوښي څرګنده کړه او ویې ويل: چې دا ډول سيالي د زده کوونکو او ځوانانو د اسلامي معلوماتو په زیاتولو او د ځوان نسل په فکري جوړښت کې خورا مهم رول لري، دوی وغوښتل چې ورته سيالي زياتې شي.

۱۴۴۵/۳/۲۷ هـ ش
١٤٠٢/٧/٢٠ هـ ش

تازه ترین اخبار

Tue, Oct 20 2026 3:42 PM
Background image

Kandahar Officials Meet Journalists and Government Spokespersons to Strengthen Media Coordination

A coordination meeting with media representatives, journalists and spokespersons of local government institutions was held at the Kandahar Governor’s Office, attended by Deputy Governor. . .

Tue, Oct 20 2026 3:23 PM
Background image

Bamyan Launches Infrastructure Projects to Rehabilitate Residential Areas in Historic Sites

Several infrastructure projects aimed at rehabilitating residential areas in historic sites and ancient settlements have been launched in the villages of Dawoodi Bala and Dawoodi Payin. . .

Tue, Oct 20 2026 2:55 PM
Background image

Kandahar Holds Coordination Meeting with Writers and Cultural Figures

The Kandahar Provincial Department of Information and Culture, in cooperation with the Al-Ribat Scientific and Cultural Institution, held a coordination meeting with a number of writers. . .

BACK TO NEWS