زابل کې د حق المبین کتاب ازموينه واخيستل شوه
د زابل ولایت د پوهنې او اطلاعاتو او کلتور رياستونو مسؤلين وايي: چې د ليسو د زده کوونکو څخه یې په حق المبین کتاب کې ازمونه واخيسته، چې په ياده ازموينه کې څلور سوه پنځوس تنو زده کوونکو ګډون کړی و.
د زابل د پوهنې رياست اداري مرستيال مولوي محمدنسيم نصير وويل: ياد کتاب مخکې پر زده کوونکو توزیع شوی و، چې اوس ورڅخه ازموینه واخيستل شوه، په خبره يې په یاده ازموینه کې ۴۵۰ تنو زده کوونګو ګډون کړی و، ښاغلی نصير زياتوي، ددې سياليو څخه يې موخه د زده کوونکو او ځوانانو فکر جوړونه ده.
په ورته وخت کې د ازموينې ګډونوالو د داسې سيالیو په جوړولو خوښي څرګنده کړه او ویې ويل: چې دا ډول سيالي د زده کوونکو او ځوانانو د اسلامي معلوماتو په زیاتولو او د ځوان نسل په فکري جوړښت کې خورا مهم رول لري، دوی وغوښتل چې ورته سيالي زياتې شي.
۱۴۴۵/۳/۲۷ هـ ش
١٤٠٢/٧/٢٠ هـ ش
