د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

wasim_admin
Mon, Oct 26 2026 3:40 PM
..

دوشنبه (١٤ د جمادي‌الاول ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د باختر خبري آژانس له لوري د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او د باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد، چې پکې د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ نورالحق انور، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رئيس صاحبانو ګډون کړی وو.
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ نورالحق انور ګډونوالو ته د وینا په مهال وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نظام له مهمو ادارو څخه یوه ده، چې ډیر مهم مسؤلیتونه لري، په معاصره نړۍ کې د دې ادارې اهمیت ورځ تر بلې زیاتېږي، دا اداره د نظام د ژبې او غوږونو حیثیت لري، ښاغلي انور ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: د ا.ا.ا په وړاندې د منفي تبلیغاتو او فکرې جګړې څپه ورځ تر بلې پراخېږي، تاسو یاست چې د حقایقو په خپرولو یې مخنیوی کولای شي، د مشرتابه د فرامینو په خپرولو او تطبیق کې لا نورې هڅې هم وکړئ.
ښاغلي انور زیاته کړه؛ په رسنیز ډګر کې د پرمختګونو شاهدان یو، د پروژه یی رسنیو مخه نیول شوې ده، د ا.ا.ا د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی، هیوادوال مو داسې ازادي نه غواړي، چې له افراط او تفریط څخه ډکه وي، یا د ازادۍ په نوم انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.
همدا راز د سیمینار په ترڅ کې د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او باختر آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د مسلکي ښوونکو له لوري د رسنیو، خبر، راپور، ټولنیزو شبکو اړوند ښوونیز مواد تدریس شول.
د سیمینار په پای کې د باختر خبري آژانس ریاست له لوري د سیمینار ګډونوالو ته ستاینلیکونه هم ووېشل شوې، چې ورسره یاد درې ورځنی سیمینار هم پای ته ورسېد.

١٤٠٤/٨/٤ ه ل

تازه ترین اخبار

Mon, Oct 26 2026 3:38 PM
Background image

MOIC Concludes Three-Day Capacity-Building Seminar for Media Professionals

Bakhtar News Agency, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, concluded a three-day capacity-building seminar for. . .

Mon, Oct 26 2026 3:33 PM
Background image

MOIC Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

on Monday, 14 Jumada al-Awwal 1448 AH, The Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture held its regular meeting  under the chairmanship of the Deputy Minister. . .

Mon, Oct 26 2026 3:31 PM
Background image

MOIC Public Libraries Directorate Signs Cooperation Agreement with DHSA

The Public Libraries Directorate, under the Deputy Ministry for Culture and Arts of the Ministry of Information and Culture, has signed a cooperation agreement entitled “Strengthening. . .

BACK TO NEWS