لوګر او لغمان ولایتونو کې د کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د هېواد د عامه کتابتونونو د ریاست په همکارۍ د اسد۲۴ په نوم د کتاب لوستنې سیالۍ همدارنګه د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الصارم فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، فرشغان ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان د سیالۍ مخکښ ګډونوال په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د لوګر او لغمان ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو وویل: په دغو سیالیو کې سلګونو تنو ځوانانو ګډون کړی و. د مسؤلينو په وینا؛ دغه سیالۍ د ځوانانو د فکري ودې، مطالعې دود د پراختیا، د ځوانانو د علمي کچې لوړول او د سالم فکر د رامنځته کولو په موخه جوړې شوې وې.
مسؤلینو له ځوانانو څخه وغوښتل، چې خپل وخت په بېځایه چارو تېر نه کړي او د مطالعې له لارې خپله پوهه او فکري وړتیا پیاوړې کړي.
د سیالۍ ګډونوالو د یادې سیالۍ له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: په اوسني عصر کې د مطالعې او فکري ودې لپاره دا ډول پروګرامونه خورا مهم رول لري.
د یادونې وړ ده، چې د دواړو سیالیو لومړي مقام ګټونکو ته کمپیوټرونه، دویم او درېیم مقام ګټونکو ته ساعتونه او یو شمېر نورو مخکښو ګډونوالو ته بېلابېلې ډالۍ ووېشل شوې.
۱۴۴۸/۴/۱۱ هـ ق
