د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرشک ولسوالۍ ښوونیز مرکز له دوهمې ښونیزې دورې څخه ۱۵۷ تنه زده کوونکي د شپږ میاشتنیو کمپیوټر زده کړو څخه فارغ شول.
د ځوانانو چارو آمر وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي چې ځوانانو ته د عصري او مسلکي زده کړو زمینه لا پراخه کړي، ترڅو ځوانانو د ټولني د اړتیاوو سره سم وروزل شي، د ځوانانو چارو آمر په وینا؛ په اوسني عصر کې د کمپیوټر او ټکنالوژۍ زده کړه د وخت مهمه اړتیا ده او هغه ځوانان چې له دغو مهارتونو څخه برخمن وي، کولای شي د زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو په ډګر کې ښه رول ولوبوي.
دغه راز په غونډه کې يو تن ديني عالم د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه مننه وکړه او ویې ویل: د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو زده کړه د ټولني د پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري او ځوانان باید له دې فرصت څخه سمه ګټه واخلي، خپل وخت بې ځایه تېر نکړي او د خپل هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره خدمت وکړي.
د غونډي په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري فارغ شویو زده کوونکو ته د فراغت تصدیق پاڼې او هغو مسؤلینو او همکارانو ته، چې د دغه ښوونیز پروګرام په برخه کې یې همکاري کړې وه، ستاینليکونه ورکړل شول.
۱۴۴۸/۲/۳ هـ ق
