جوزجان کې د (ګل لاله) په نوم مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
Mon, Apr 20 2026 4:12 PM
..

د جوزجان اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د (ګل لاله) په نوم مشاعره ترسره شوه، چې پکې د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو رئیس مولوي امان‌الله مستغفر، د جوزجان او یو شمېر نورو ولایتونو د امارتي ادارو مسئولینو، د جوزجان، سرپل، بلخ، کابل، کندهار او ځینو نورو ولایتونو مجاهدینو، ترانه ویونکو، شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی و.
د جوزجان والي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو رئیس په ټولنه کې د فرهنګي او ادبي پروګرامونو پر ارزښت ټینګار وکړ او دغه مشاعر یې د فکري ودې، د فرهنګي هویت د پیاوړتیا، د ځوانانو ترمنځ د سالم فکر رامنځته کولو او د علم زده کړې ته د هڅونې اغېزمنه وسیله وبلله.
ورته مهال د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئیس د دې سترې مشاعرې د جوړولو موخه د شاعرانو او فرهنګیانو ملاتړ، د ځوانانو د استعدادونو د ودې لپاره زمینه برابرول، د فرهنګي روحیې پیاوړتیا او د هېواد د فرهنګیانو ترمنځ د همغږۍ لپاره ښه زمینه برابرول وبلل.
د دې مشاعرې په لړ کې ګڼ شمېر ترانه ویونکو، شاعرانو او لیکوالانو خپلې حماسي او وطن پالنې شعرونه، ترانې او لیکنې د بېلابېلو سرلیکونو لاندې ګډونوالو ته واورولې، چې د ګډونوالو له پراخ هرکلي سره مخ او د پام وړ وګرځیدل.
ګډونوالو دا پسرلنۍ مشاعره د فرهنګ او ادب د بیا راژوندي کولو، د یووالي روحیې د پیاوړتیا او د سالم فرهنګي چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام وباله او په راتلونکي کې یې د ورته سترو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

۱۴۴۷/۱۱/۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

Sun, May 03 2026 1:59 PM
Background image

The Director of Information and Culture of Faryab, accompanied by a delegation, traveled to Andkhoy District.

During his visit, the Director met with media representatives and toured the public library of Andkhoy District. He urged media officials to be mindful of their responsibilities,. . .

Tue, Apr 28 2026 4:29 PM
Background image

Advisory Meeting of the Signage and Advertising Boards Reform Commission Held

Tuesday, 1405/2/8, an advisory meeting of the Signage and Advertising Boards Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Muhajir Farahi, Deputy Minister for Publications. . .

BACK TO NEWS