هلمند کې د سياحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
Thu, Sep 18 2025 9:39 AM
...

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې د فرهنګ او ګرځندوی آمر په مشرۍ د سياحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر وویل: د بشپړ شفافیت رامنځته کولو په موخه د سیاحتي شرکتونو مسؤلین باید د اسلامي امارت د نافذه قوانینو په رڼا کې فعالیتونه ترسره کړي، نوموړي د یادو شرکتونو له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چې د مسافرینو لپاره لازمې اسانتیاوي برابرې کړي، تر څو مسافرین له ستونزو سره مخ نه شي.
د غونډې پر مهال د سیاحتي شرکتونو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي کوي او ژمنه یې وکړه، چې ټولې چارې به د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په لړ کې د سیاحتي شرکتونو مسؤلینو په خوښه د هلمند ولایت د سیاحتي شرکتونو اتحاديې استازي هم وټاکل شول.

۱۴۴۷/۳/۲۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS