فاریاب کې د کتاب او خطاطۍ آثارو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتاب او خطاطۍ اثارو دوه ورځنی نندارتون د ظهیر فارایابي په تالار کې د ياد ریاست د مسؤلینو، خطاطانو، نقاشانو، ادیبانو، ځوانانو او د هنر مینه والو په شتون کې جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: په دې نندارتون کې ۵۰ د خطاطۍ آثار او بېلابېل کتابونه نندارې ته ایښودل شوي دي.
مسؤلینو د دغه نندارتون له جوړولو څخه موخه په ټولنه کې د مطالعې دود عامول او د خطاطۍ هنر ته د اطلاعاتو او کلتور ریاست پاملرنه یاده کړه.
۱۴۴۷/۱/۲۰ هـ ق
