پنجشېر کې د مطالعې او کتاب ‌لوستلو په نامه پروګرام پیل شو

panah_admin
Sun, Jun 01 2025 3:48 PM
....

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مطالعې او کتاب ‌لوستلو په نامه پروګرام جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نصرالله ملکزاده وویل: له یاد پروګرام څخه موخه د مطالعې کلتور ته وده ورکول او ځوانان د کتاب ‌لوستلو لور ته هڅول دي، چې شاوخوا پنځوس تنو ځوانانو پکښې ګډون کړی وو.
د ښاغلي ملکزاده په وینا؛ دا پروګرام د یاد ریاست د عامه کتابتون مدیریت له لوري جوړ شوی او ټاکل شوې، چې په راتلونکي کې هم په منظم ډول دوام ومومي.
د دې ریاست د عامه کتابتون مسؤل وویل: په پنجشېر کې د کتاب ‌لوستلو کلتور د ځوانانو تر منځ د پراختیا په حال کې دی او مطالعې ته يې لېوالتیا ورځ تر بلې ډېرېږي.
د پنجشېر یو شمېر فرهنګپالان دا ډول پروګرامونه د ځوانانو د پوهې پراخېدو لپاره مهم بولي او پر دوام يې ټينګار کوي.

۱۴۴۶/۱۲/۴ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS