زابل کې د رسنیو له استازو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همږغۍ ناسته وشوه
دغه ناسته کې د زابل والي ملا شیرمحمد شریف، د اطلاعات او کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسؤل، د رسنیو استازو، خبریالانو او یو د شمیر امارتي ادارو ویاندویانو او استازو ګډون کړی وو.
د زابل والي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د رسنیو رول خورا مهم وباله او زیاته یې کړه، چې رسنۍ د ټولنې سترګې دي، خبریالان باید خپله ژبه او قلم د اسلامي او ملي ارزښتونو په ننګه وچلوي، د خبریالانو پر مخ د ټولو امارتي ادارو دروازې پرانستې دي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د رسنيو او خبریالانو کړنې وستایلې او زیاته یې کړه، هڅه کوو، چې د رسنیو لپاره لا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړو او د رسنیو له استازو څخه یې وغوښتل، چې په خپلو خپرونو کې دیني او ملي ارزښتونو ته ځانګړي پاملرنه وکړي.
دغه راز د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسؤل وویل: زابل کې د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ ښه همږغي او همکاري موجوده ده او د رسنیو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کیږي.
۱۴۴۶/۱۱/۱۶ هـ ق
