د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خان عبدالغفار خان سمينار جوړوي

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 17 2020 10:42 AM
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خان عبدالغفار خان سمينار جوړوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري په کابل کې د خان عبدالغفار خان د شخصيت او کړو وړو په اړوند یو سمينار جوړ کړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه سمينار مقدماتي غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ جوړه شوه. په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين وويل: موږ هلې ځلې کوو چې د فخر افغان خان عبدالغفار خان د آزادۍ غوښتنې مبارزو او د هغه د عدم تشدد فلسفې په اړوند ډېر ژر سمينار جوړ کړو. په غونډه کې دغه راز ګډونوالو د سمينار د جوړولو په اړوند خبرې اترې وکړې او خپلې طرحې او پيشنهادونه يې مطرح کړل او د ياد سمينار په اړوند د مقالو پر عنوانونو خبرې وشوې.
خان عبدالغفار خان د سيمې په تاريخ کې له وتلو څېرو او مبارزینو څخه و چې د خپل عمر زیاته برخه يې آزادۍ او عدالت ته وقف کړې وه. هغه په خپلو ويناوو کې قومونو اتحاد ته را بلل او تل یې سپارښتنه کوله چې له نفاق څخه ځانونه وژغوري.
کابل / د لړم ٢٧ مه / باختر

 

تازه ترین اخبار

Tue, Oct 27 2026 3:22 PM
Background image

MOIC Commission Inspects Signage and Advertising Boards in Kabul’s District 20

The Commission for the Reform of Signage and Advertising Boards, under the Ministry of Information and Culture’s Deputy Ministry for Publications Affairs, inspected signage and. . .

Mon, Oct 26 2026 3:38 PM
Background image

MOIC Concludes Three-Day Capacity-Building Seminar for Media Professionals

Bakhtar News Agency, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, concluded a three-day capacity-building seminar for. . .

Mon, Oct 26 2026 3:33 PM
Background image

MOIC Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

on Monday, 14 Jumada al-Awwal 1448 AH, The Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture held its regular meeting  under the chairmanship of the Deputy Minister. . .

BACK TO NEWS