د دایکندي له وړیا ښوونیز مرکز څخه ۲۵۰ تنه ځوانان فارغ شول

د دايکندي ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت اړوند وړیا ښوونيز مرکز څخه په پنځمه دوره کې د پښتو، انګليسي، وینا فن او کمپيوټر برخو څخه ۲۵۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري آغا ولي قریشي وویل: د اسلامي امارت له حاکمیت سره په هېواد کې د تعلیم او تحصیل اسانتیاوې برابرې شوې دي، ځوانان باید له دې فرصت څخه ګټه واخلي.
نوموړي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو ملاتړ، د اسلامي کلتور ترویج او د شریعت تطبیق ته ژمن دی، همداراز د اوسني نظام ملاتړ یې د ولس او ځوانانو مسؤلیت وباله.
په ورته وخت کې د یاد ښوونیز مرکز استاذانو هم د پښتو او انګلیسي ژبو د زده کړې، د کمپیوټر مهارتونو او وینا فن په اړه خبرې وکړې.
۱۴۴۶/۹/۱۳ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۳ ل