د دایکندي له وړیا ښوونیز مرکز څخه ۲۵۰ تنه ځوانان فارغ شول

tawana_admin
Thu, Mar 13 2025 11:34 AM
Asaf

د دايکندي ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت اړوند وړیا ښوونيز مرکز څخه په پنځمه دوره کې د پښتو، انګليسي، وینا فن او کمپيوټر برخو څخه ۲۵۰ تنه ځوانان فارغ شول.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري آغا ولي قریشي وویل: د اسلامي امارت له حاکمیت سره په هېواد کې د تعلیم او تحصیل اسانتیاوې برابرې شوې دي، ځوانان باید له دې فرصت څخه ګټه واخلي.

نوموړي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو ملاتړ، د اسلامي کلتور ترویج او د شریعت تطبیق ته ژمن دی، همداراز د اوسني نظام ملاتړ یې د ولس او ځوانانو مسؤلیت وباله.

په ورته وخت کې د یاد ښوونیز مرکز استاذانو هم د پښتو او انګلیسي ژبو د زده ‌کړې، د کمپیوټر مهارتونو او وینا فن په اړه خبرې وکړې.

 

۱۴۴۶/۹/۱۳ ق

۱۴۰۳/۱۲/۲۳ ل