د کتاب ارزونې کميسيون نوبتي غونډه وشوه

tawana_admin
Mon, Mar 10 2025 12:08 PM
ذدپ

دوشنبه (۱۰ د رمضان المبارک ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت کې د ياد معينيت د معين مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کميسيون نوبتي غونډه وشوه.
یاده غونډه کې د خپرونو چارو معين مهاجر فراهي، د باختر خبري آژانس رئيس مولوي ضیاءالحق حقمل، د کاپي رايټ آمر مولوي عبدالحق حماد او د کميسيون نورو غړو ګډون کړی وو.
د غونډې په پيل کې د ياد کميسيون منشي د تيرې غونډې په اړه جوړ شوی راپور له ګډونوالو سره شريک کړ.
ورپسې ښاغلي مهاجر فراهي د کمیسیون د لاسته راوړنو او فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او د کميسيون فعاليتونه يې مثبت ارزيابي کړل.
د غونډې په ترڅ کې د کميسيون غړو د ورسپارل شويو کتابونو په اړه خپل ګزارشونه وړاندې کړل، چې په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې او د کميسيون په غړو هغه کتابونه وويشل شول، چې دې کميسيون ته د ارزيابۍ په موخه راجع شوي وو، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.
په پای کې د کميسيون منشي د راتلونکي غونډې په اړه توضيحات ورکړل.

۱۴۰۳/۱۲/۲۰ ل
۲۰۲۵/۳/۱۰ ز

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS