د جبل‌السراج ولسوالۍ کې د حق‌المبین کتاب ازموينې غوره ګډونوال وستایل شول

tawana_admin
Thu, Feb 06 2025 9:20 AM
زرذ

د پروان ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې رياستونو په همکارۍ د تنوير فکري او کلتوري ادارې له لوري په حق المبين کتاب کې سيالي ترسره شوې وه، چې پايلې يې اعلان او غوره ګډونوال يې په ډاليو ورکولو سره ونازول شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي د مطالعې، علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: په سيالۍ کې ګډون او لیوالتیا د علم او پوهې سره ستاسو د مینې څرګندونه کوي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست همېشه هڅه کوي، چې د استعدادونو د ودې، د مطالعې او کتاب ‌لوستنې د کلتور د پراخېدو لپاره دا ډول سيالۍ تنظیم کړي، ترڅو د ځوانانو د پوهې کچه لوړه شي.
نوموړي اوسنی نظام یو شرعي او اسلامي نظام یاد کړ او له خلکو یې وغوښتل، چې د اسلام د پرمختګ او ودې لپاره له دې نظام څخه ملاتړ وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د ازموینې لومړي مقام ګټونکي ته یو پايه کمپیوټر، دویم مقام ګټونکي ته یو ځيرک موبایل، درېیم مقام ګټونکي ته د الفجر ساعت، او له څلورم مقامه تر شلم پورې ګډونوالو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۸/۷ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۸ ل

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS