د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته روزنيز سمينار پيل شو

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۷:۲۳
Fuz75z7rz

یکشنبه( ۱۸ د‌رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري په مرکز کابل کې د اسلامي امارت د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته څلور ورځنی روزنيز سمينار پيل شو.

د ياد روزنيز سمينار د پيل په مراسمو کې د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي صاحب، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت اللّٰه نړيوال، د وزارتونو، مستقلو او مرکزي ادارو ویاندویانو برخه اخستې وه.

د سمينار د‌ پرانستې او ښه راغلاست وينا اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت اللّٰه نړيوال وکړه او ويې ويل: د رياست الوزرا عالي مقام له حکم سره سم په هرو دريو مياشتو کې له ویاندویانو سره د‌ همږغۍ غونډه جوړېږي، دا ښوونيز سمينار به څلور ورځې دوام وکړي، چې هره ورځ به د مختلفو استاذانو له لوري د وياندويۍ او رسنيزې برخې اړوند دوه درسونه او د يو لوړپوړي مسؤل له لوري د پاليسۍ اړوند وينا کېږي.

همدا راز د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي صاحب د سمينار ګډونوالو ته وينا وکړه او ويې ويل: مطبوعاتي برخه په نظام کې ډېره مهمه برخه ده د نظام کاري ژمنتيا، تعهد، فعاليتونه او لاسته راوړنې د ویاندویانو په واسطه تر ولسونو رسېږي، اسلامي امارت د ډېرو محدوديتونو سره هم په تېرو شاوخوا دريو کلونو کې سترې لاسته راوړنې لري، چې تر خلکو رسول يې زمونږ او ستاسې مسؤليت دی.

ښاغلي مهاجر فراهي زياته کړه؛ د‌ هرې ادارې وياند بايد د خپلې اړوندې ادارې او فعالیتونو په اړه مکمل معلومات ولري، هر وياند بايد د خپلې اړونده ادارې معلومات رسنيز کړي، دقت او سرعت بايد په نظر کې ونيسي او له رسنيو او خبريالانو سره صمیمانه اړيکې ولري.

ورپسې د کابل پوهنتون استاذ شفيق اللّٰه وردګ له لوري د سمينار ګډونوالو ته د وياندويۍ او رسنيو اړوندو موضوعاتو په اړه برابر شوی درس وړاندې شو.

 

۱۴۰۳/۱۰/۳۰ ل

۲۰۲۵/۱/۱۹ ز

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

برگزاری سیمینار «رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی و آبادی کشور» در تخار

سیمینار تحت عنوان «رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی و آبادی کشور» با هدف ارتقای سطح آگاهی جوانان پیرامون مسوولیت‌های دینی، اجتماعی و ملی آنان، در ریاست اطلاعات و فرهنگ تخار در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۴
Background image

نشست رییس اطلاعات و فرهنگ هرات با یوتیوبران و فعالان رسانه‌های اجتماعی

نشست هماهنگی رییس اطلاعات و فرهنگ هرات با شماری از یوتیوبران و فعالان رسانه‌های اجتماعی، به‌منظور بررسی چالش‌ها، شنیدن مشکلات و تقویت روند فعالیت‌های رسانه‌یی در این ولایت برگزار شد.
مو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۸
Background image

قانون حفظ آثار جهادی در ولایت میدان‌وردگ تشریح گردی

ریاست عمومی حفظ آثار جهادی به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت میدان‌وردگ به اساس حکم زعیم کشور قانون حفظ آثار جهادی را تشریح کرد.
در این نشست، مفتی محمد طاهر احمد رییس عمومی حفظ آثار. . .

BACK TO NEWS