په هرات کې د (نسیم مهر) په نوم د خطاطۍ څلور ورځنۍ نندارتون پيل شو

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۳:۱۳
...

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د اسلامي او اصیل هراتي خط ژوندي ساتلو په موخه د (نسیم مهر) په نوم د خطاطۍ څلور ورځنی نندارتون جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر آمر مولوي حمیدالله غیاثي وایي: خطاطي د هرات له اصیلو هنرونو څخه ده، د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، ترڅو اسلامي هنرونه ژوندي وساتي او د هنرمندانو د هڅونې لپاره د نندارتونونو د جوړولو زمینه برابره کړي.
د هرات د خوشنویسانو د ټولنې رئیس استاد جلیل احمد توانا وایي: په دې نندارتون کې د نستعلیق مختلف ډولونو ۶۰ آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په (نسیم مهر) نندارتون کې د استاد عنبري قلم د خطاطۍ څلور آثار، چې شاوخوا ۴۰۰ کاله مخکې په هرات کې اوسېده او د خطاطۍ له مشهور او نوموتو استادانو څخه و، هم نندارې ته وړاندې شوي دي.

۱۴۴۶/۷/۱۳ ق
۱۴۰۳/۱۰/۲۵ ل

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۶
Background image

تقدیرشاگردان خلاق مکتب خصوصی در کاپیسا 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا شماری از شاگردان مکتب خصوصی را که در بخش‌های خطاطی، خوشنویسی و نقاشی فعالیت‌های ابتکاری انجام داده، طی مراسمی تقدیر کرد.
رییس اطلاعات و فرهنگ در جریان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۲۰
Background image

شمشیرتاریخی به موزیم ملی سپرده شد

حبیب الرحمن نوری یک تن از باشندگان ولایت پکتیا شمشیر تاریخی را به موزیم ملی در حضور مولوی عتیق الله عزیزی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ سپرد.
به گفتۀ حبیب الرحمن نوری؛ این. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۴۷
Background image

سپرده شدن چند اثر جهادی به ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل 

دو اثر جهادی دست‌ساز مجاهدین مربوط به دوران جهاد بیست ساله علیه اشغال آمریکا و متحدانش، از طرف مولوی نوراحمد خالد، از دلگی‌مشران ولسوالی سانچارک ولایت سرپل، با حضور ملا عبدالغفار حقنما. . .

BACK TO NEWS