په تخار ولایت کې له خصوصي راډیوګانو څخه د چارو د ښه والي په موخه لیدنه وشوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۳
edcrtvybun

د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د ریحان، هم‌صدا او ردا په نومونو خصوصي راډیوګانو څخه د چارو د لا ښه والي په موخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر خلیل الله امیني د راډیوګانو د لیدنې په جریان کې د دغو رسنیو له مسؤلینو سره د فعالیت جواز ترلاسه کولو، د ګټورو اسلامي پروګرامونو تنظیم او د اسلامي امارت نظام لاسته راوړنو د خپرولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
د رسنیو مسؤلینو ژمنه وکړه، چې خپرونې به د اسلامي امارت د قوانینو او مقرراتو مطابق ترسره کوي او د اسلامي نظام لاسته راوړنې به منعکس کوي.
د ردا راډیو د روغتیايي او ټولنیزو پروګرامونو ویاند صدرالدین قونوي وویل: په تېرو درېیو کلونو کې د ردا راډیو خپرونې د اسلامي امارت د اصولو او پالیسۍ مطابق وې، او د دې رسنۍ مسؤلین به هڅه وکړي، چې خلکو ته نور هم ګټور او روزنیز پروګرامونه چمتو او خپاره کړي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال په تالقان ښار کې اووه دولتي او خصوصي محلي راډیوګانې فعالیت کوي.

۱۴۴۶/۶/۲۹ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۱۱ هـ ل

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۴۱
Background image

تعهد نمایندگان موسسه بین‌المللی الف بر آغاز و ادامه پروژه‌های مختلف فرهنگی

کارلوس ادواردو و الکساندرا فایبیگ، نمایندگان موسسه بین‌المللی الف و هم‌چنین انجنیر اجمل میوندی مسوول بخش فرهنگی بنیاد آغاخان با مولوی عتیق‌الله عزیزی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۵
Background image

برگزاری نشستی هماهنگی با مسوولان مراکز فوتوکاپی، کتاب‌فروشان و نویسندگان در کندز

ریاست اطلاعات و فرهنگ کندز به هدف حفاظت از کاپی‌رایت (حق چاپ) نشست هماهنگی با مسوولان مراکز فوتوکاپی، کتاب‌فروشان و نویسندگان برگزار کرد.
مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ بر اهمیت حقوق. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۲
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۴ ذوالقعده ۱۴۴۷)به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات، نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب معینیت امور نشراتِ وزارت اطلاعات و فرهنگ برگزار گردید.
در آغاز نشست، منشی کمیسیون. . .

BACK TO NEWS