زابل کې د رسنیو او مسؤلینو ترمنځ د همږغۍ ناسته ترسره شوه

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۱۷
..

د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت د رسنیو او مسؤلینو ترمنځ د همږغۍ ځانګړې ناسته د مرستیال والي مولوي محب الله حماس په مشرۍ ترسره شوه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي رحمت الله حماد، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسؤل عصمت الله عمري، د ملي راډیو تلویزیون آمر، د امنیه قوماندانۍ ویاند، د امربالمعروف او نهی عن المنکر استازی او ګڼ شمېر خبریالانو ګډون درلود.
د ناستې په پیل کې عصمت الله عمري وویل: چې تېره میاشت د رسنیو په برخه کې د لاسته راوړنو ډکه وه او هیڅ ډول منفي پېښه نه ده رامنځته شوې. نوموړي زیاته کړه؛ چې د مسؤلینو له خوا معلوماتو ته د لاسرسي اسانتیاوې برابرې شوې دي، چې له امله یې زابل ولایت د هېواد په کچه دوهم مقام خپل کړ.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي رحمت الله حماد وویل: په زابل کې موجود خبریالان د نظام پالیسۍ ته ژمن دي او تل یې د نظام کړنې په ښه ډول انعکاس کړې دي.
د ناستې په وروستیو کې مرستیال والي ښاغلي حماس د خبریالانو هڅې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل چې د نظام د کړنو او فعالیتونو د لا ښه انعکاس لپاره خپلې هڅې لا چټکې کړي.

۱۴۴۶/۵/۲۴ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۶ هـ ل

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۸
Background image

کتیبه‌‌های سنگی باستانی در ولسوالی جغتو کشف شده‌اند

هیأت فرهنگی ریاست‌ اطلاعات و فرهنگ ولایت میدان وردگ از کتیبه‌‌های سنگی باستانی قریه کمال باباخیل سپرگین ولسوالی جغتو که از سوی یک تن از باشندگان محل پیدا شده‌بود، بازدید نمود.
باشندگان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات از لوحه‌های شهر کابل نظارت کرد

کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات وزارت اطلاعات و فرهنگ به سلسله برنامه های ساحوی خویش از لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات منطقه سه راهی علاءالدین (ناحیه ششم) نظارت نمودند.
در آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۴۵
Background image

راه‌اندازی پروگرام معلوماتی به شاگردان لیسه غازی امین‌الله خان لوگری

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لوگر پروگرام معلوماتی به شاگردان لیسه غازی امین‌الله لوگری درمورد ارزش و اهمیت مطالعه، فرهنگ اصیل آثار و میراث‌های فرهنگی برگزار کردند.
مسوولان ریاست. . .

BACK TO NEWS