له کتاب پلورنځيو د راټولو شوو ممنوعه کتابونو بديل ورکول کيږي

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۲۰:۲۱
lovde

چهار شنبه ( ۲۰ د ربيع الثاني ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د بيهقي کتاب خپرولو رياست له لوري له کتاب پلورنځيو څخه د راټولو شوو ممنوعه کتابونو په بدل کې کتاب پلورونکو او خپرندويه ټولنو ته قرانکريم، تفاسير او نور کتابونه ورکول کيږي.
په همدې مناسبت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري چارو معينيت کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ياد معينيت معين مولوي قدرت الله جمال، د باختر اطلاعاتي آژانس رئيس او د خپرونو چارو معينيت کفیل مولوي ضیاءالحق حقمل، د بيهقي کتاب خپرولو رياست رئيس عبدالعليم ځانواک، د خپرندويه ټولنو د اتحاديې رئيس سید عبدالله صاحبزاده د خپرندويه ټولنو مسؤلينو، کتاب پلورونکو او د رسنيو استازو ګډون کړی وو.
د غونډې په پيل کې د بیهقي کتاب خپرولو رياست د ژباړې آمر د ياد رياست له لوري خپرندويه ټولنو او کتاب پلورنځيو ته د ترسره شويو فعاليتونو او خدمتونو په اړه معلومات شريک کړل، نوموړي وويل: بیهقي د کتاب خپرولو رياست د خپرندويه ټولنو او کتاب پلورونکو ستونزو ته د رسيدګۍ په موخه خپل تشکيل کې مديريت رامنځته کړی، چې تمه ده، په نوي تشکيل کې په آمريت بدل شي، همداراز د دوی ستونزو ته د حل لارو پيدا کولو په موخه ځانګړې کمېټه جوړه شوې ده، د رياست الوزراء مقام ته د خپرندويه ټولنو او کتاب پلورونکو لپاره د ځانګړي مارکيټ جوړولو وړانديز شوی دی، د قرانکريم د چاپ ځانګړي کاغذ ته د ماليې معاف کولو لپاره ماليې وزارت ته وړانديز شوی دی، دوی لپاره د بازار موندنې په موخه بېلابېل نندارتونونه جوړ شوي دي، د راټولو شوو ممنوعه کتابونو لپاره د بديل وړانديز د رياست الوزراء مقام له لوري منظور شوی، چې نن په همدې موخه راټول شوي يو او د دوی د پرمختګ لپاره نورې بېلابېلې هڅې هم په جريان کې دي.
د ګرځندوی مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: د خپرندويه ټولنو او کتاب پلورونکو د پرمختګ لپاره بيهقي د کتاب خپرولو رياست د وزارت مقام ته ډېر شمېر وړانديزونه کړي دي، چې تر غور او بررسۍ لاندې دي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د دوی د ودې او پرمختګ لپاره پلانونه جوړ شوي، چې له جملې يې په مرکز کابل کې په لوړه کچه د کتابونو يو لوی نندارتون جوړول هم شته، ننۍ ناسته هم د دوی د ملاتړ په موخه جوړه شوې ده، نوموړي له دوی څخه وغوښتل چې هغه کتابونه را وارد او چاپ کړي، چې د دين، هيواد اوځوانانو په خير وي.
د باختر اطلاعاتي آژانس رئيس او د خپرونو چارو معينيت کفیل مولوي ضياء الحق حقمل وویل: د اسلامي امارت له حاکميت سره سم د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام له لوري د خپرونو چارو معينيت په مشرۍ د کتابونو د ارزونې کميسيون رامنځته شو، چې تر دې مهال يې ډير ګټور فعاليتونه ترسره کړي دي، د یاد کميسيون له لوري تر دې مهال شاوخوا ۴۰۰ ټوکه هغه کتابونه په نښه شوي، چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې وو، ډير شمېر يې له بازارونو راټول شوي دي، چې دا دی په بدل کې يې د بيهقي کتاب خپرولو رياست له لوري قرانکريم، تفاسير او نور کتابونه ويشل کيږي.
د غونډې په پای کې د راټولو شوو ممنوعه کتابونو په بدل کې د قرانکريم، تفاسيرو  او نورو کتابونو د ويشلو لړۍ په رسمي ډول کتاب پلورونکو ته د بديل په ورکړې سره پيل شوه.  
۱۴۰۳/۸/۲   هـ ل
۲۰۲۴/۱۰/۲۳ میلادي

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۳۱
Background image

برگزاری سیمینار اصلاحی و فکری در الینگار

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به همکاری مشترک اداره فکری و فرهنگی الصارم سیمینار اصلاحی و فکری را با هدف جلوگیری از رسوم ناپسند و شناخت افکار باطل به حدود ۲۵۰ تن جوان راه‌اندازی کرد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

سیمینار علمی درباره رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی در سمنگان برگزار شد

رییس امور جوانان وزارت اطلاعات و فرهنگ، طی سفرش در سمنگان، سیمینار علمی تحت عنوان «رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی» را با حضور بیش از ۲۰۰ تن از جوانان در این ولایت برگزار کرد.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

برگزاری سیمینار علمی دربارهٔ(ارزش و اهمیت زمان) در شهر زرنج

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت نیمروز سیمینار علمی را دربارهٔ(ارزش و اهمیت زمان) به شماری زیادی از جوانان در تالار کتاب‌خانه عامه راه‌اندازی کرد.
مفتی حبیب الله الهام رییس اطلاعات و فرهنگ. . .

BACK TO NEWS