سرپل کې لسګونه ځوانان د ویناوالۍ فن له زده کړو فارغ شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۹:۰
0987

د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمریت له ښوونيز مرکز څخه ۵۰ تنه ځوانان د يوې غونډې په ترڅ کې د ويناوالۍ فن له زده کړو فارغ او د فراغت سندونه يې ترلاسه کړل.
غونډې ته د وينا پرمهال د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا عبدالغفار حقنما وويل: د هيواد پرمختګ په ځوانانو پورې اړه لري، د چارو د پرمختګ او د ټولنې د اصلاح په موخه د ځوانانو لپاره دا ډول ښوونیزو پروګرامونه جوړول ګټور تمامېږي.
نوموړي ځوانان له ټولو سرمايو څخه ارزښتناکه او د قدر وړ سرمايه وبلله او د دغه روزنيز کورس له فارغانو څخه يې وغوښتل، چې د علم په ترلاسه کولو کې له هيڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.
د ځوانانو چارو آمر فيض الله فايز وويل: دغه پروګرام چې دوه مياشتې مخکې پيل شوى و، ځوانانو ته د ويناوالۍ فن او د دې فن اړوند نور مضمونونه تدریس شول، نوموړي زياته کړه؛ داطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو د ښوونيز مرکز تل هڅه کوي، چې د دغه ولايت نورو ځوانانو لپاره هم په بيلابيلو برخو کې د زده کړو زمينه برابره کړي.
د غونډې په پای کې فارغ شويو زده کوونکو ته د فراغت سندونه وويشل شول.

۱۴۴۶/۴/۱۱ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۳ هـ ل

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ارزگان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ارزگان به هدف تقویت فرهنگ مطالعه، رشد فکری نسل جوان و جلب توجه بیشتر به ارزش کتاب، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را برگزار کرد. در این نمایشگاه، علاوه‌بر مسوولان برخی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

کتاب‌خانه‌‌عامهٔ جدید در سانچارک ساخته می‌شود

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل در سفرش به ولسوالی سانچارک، زمین اعمار یک کتاب‌خانه عامه معیاری را در مرکز قریه تکزار تثبیت و به‌گونه رسمی تسلیم گرفت. این زمین به مساحت ۶۰۰ متر مربع با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

مطبعه ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر دوباره فعال می‌شود

مفتی عبدالعلیم ځانواک رییس نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پنجشیر سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت از. . .

BACK TO NEWS