د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين بلخ ته سفر وکړ

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۰:۵۲
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين بلخ ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري د لرغوني بلخ د تاريخي څلو د حالت د څېړنې په موخه بلخ ته سفر وکړ.
محمد رسول باوري د دغه سفر په بهير کې له يوشمېر فرهنګيانو، شاعرانو، د پوهنتون له محصلانو او له سيمه ييزو مسوولينو سره د جهان نما بڼ د حالت د څېړنې په خاطر د خلم ولسوالۍ ته لاړ.
د خلم ولسوال تاج محمد رحيمي وويل چې په دې ولسوالۍ کې د شهر بانو، سرپټی بازار او د جهان نما بڼ په ګډون زيات شمېر څلي شته چې زياتره يې د ويجاړېدو په حال کې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري وويل چې د بلخ ولسوالۍ ته د بلخ پوهنتون له يوشمېر محصلانو او فرهنګيانو سره د ده د راتګ موخه، د تاريخي څلو د حالت څېړنه او د ګرځندوى فرهنګ رواجول دي.
هغه د تاريخي څلو څېړنه او د امنيت تامينېدل د سيلانيانو او د هېواد د عوايدو د زياتوالي سبب وباله.
پوهاند باوري بلخ د ګرځندوى له جاذبو څخه وباله.
پوهاند باوري وويل چې تراوسه پورې بريالي شوي دي چې لسګونه لوټ کړاى شوي آثار بېرته ملي موزيم ته راوړي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مطيع الرحمن کريمي وويل چې په بلخ کې د مولانا ستره غونډه او علمي او سياحتي کار په بلخ کې د فرهنګي اوونۍ د درناوي له پروګرامونو څخه دي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پيل کړي دي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وويل: څه دپاسه ۱۰۰ ابدې مو ثبت کړې او د بلخ په ځينو ولسواليو کې مو يوشمېر تاريخي آبدې ترميم او بيارغولې دي؛ خو هغه څلي چې د وسله والو طالبانو تر واکمنۍ لاندې سيموکې دي؛ نه شو کولاى هغوى ترميم کړو.
د جهان نما بڼ د مزار شريف ښار په ختيځ ٥٥ کيلومتري واټن کې د مزار شريف – بلخ  لويې لارې ته څېرمه موقعيت لري چې ۱۰۰ کاله مخکې د امير عبدالرحمن خان د واکمنۍ په وخت کې جوړ شوى دى.
کابل / د تلې١٥مه / باختر

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۹
Background image

تالارهای کتاب‌خانه‌های عامه تا ده شب باز خواهند بود

دکتور رفیع الله صمیم رییس کتاب‌خانه‌های عامه می‌گوید که از این پس تالارهای کتاب‌خانه‌های عامه تا ساعت ۱۰ شب به روی علاقه‌مندان دانش، تحقیق و مطالعه باز خواهند بود.
به گفتۀ آقای صمیم؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۷
Background image

تقدیر از شاگردان خلاق مکاتب ولسوالی‌های نجراب و حصه اول کوهستان ولایت کاپیسا

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا شماری از شاگردان خلاق و مبتکر مکاتب ولسوالی‌های نجراب و حصه اول کوهستان این ولایت را که در بخش‌های ترنم، خطاطی، خوشنویسی، نقاشی و شبیه‌سازی برخی وسایل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

معین فرهنگ و هنر از استاد محمد آصف صمیم نویسنده و محقق مشهور کشور عیادت کرد

مولوی عتیق الله عزیزی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ جهت دیدار و احوال‌پرسی استاد محمد آصف صمیم نویسنده، محقق و منتقد مشهور کشور، به منزل ایشان حضور یافت.
معین فرهنگ و هنر،. . .

BACK TO NEWS