زابل کي د رسنیو او دولتي مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۸:۵۵
ok

سه شنبه (۲۴ د محرم الحرام ۱۴۴۶)  په زابل ولایت کې د دولتي مسؤلینو او رسنیو د استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته، د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې او اطلاعاتو کلتور ریاست له لوري ددې ولایت د مرستیال والي مولوي محب الله حماس په مشرۍ جوړه شوه.
 د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر عصمت الله عمري وویل: تېره میاشت نورماله او د خبریالانو لپاره له لاسته راوړنو ډکه میاشت وه، له نېکه مرغه هيڅ کومه منفي پېښه نلرو، نوموړي زیاته کړه په نږدې راتلوونکي کې د خبریالانو د ظرفیت  لوړونې په موخه سمینارونه جوړوي، چې پرمټ به یې د خبریالانو مسلکي ظرفیت لوړ او په خپلو کارونو به يې حاکمیت نور هم زیات شي.
ورپسې د زابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس مولوي رحمت الله حماد په خپلو خبرو کې وويل: زابل کي مېشت خبریالان د نظام له پالیسۍ سره بلد او په تمامه معنی د نظام ګټو او پالیسۍ ته ژمن پاتي شوي، څو ورځي وړاندي بادام ګل دودیزه مشاعره تر سره شوه، چې ټولو خبریالانو یې د رسنیز پوښښ لپاره پوره هلي ځلې وکړې او هر خبریال یې خورا ښه انځور وړاندي کړ.
د زابل مرستیال والي مولوي محب الله حماس په خپلو خبرو کې وويل: زابل کې د خبریالانو هڅې د ستايلو وړ دي، خبريالان دې نور هم د نظام پالیسۍ ته ژمن  پاتي شي، نوموړي د نظام د کړنو د ښه انځور په وړاندي کولو ټینګار وکړ.

١٤٠٣/٥/۱۰هــ ش
۲۰۲۴/۷/۳۱ میلادي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۰
Background image

نصب بنرهای فرمان شماره ۱۷ در ساحات ولسوالی ده‌سبز

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل بنرهای فرمان شماره هفده زعیم کشور حفظه‌الله‌تعالی را در بخش‌های مختلف ولسوالی ده‌سبز این ولایت نصب کرد.
به گفتۀ مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۵۸
Background image

رییس امور جوانان؛ جوانان در تحکیم نظام و آبادی کشور مسوولیت اساسی دارند

این اظهارات را مولوی محمد داوود آغا هاشمی رییس امور جوانان وزارت اطلاعات و فرهنگ، در سیمینار یک‌روزه تحت عنوان (رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام ا.ا.ا. و آبادی کشور) در ولایت جوزجان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۳۱
Background image

برگزاری سیمینار اصلاحی و فکری در الینگار

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به همکاری مشترک اداره فکری و فرهنگی الصارم سیمینار اصلاحی و فکری را با هدف جلوگیری از رسوم ناپسند و شناخت افکار باطل به حدود ۲۵۰ تن جوان راه‌اندازی کرد. . .

BACK TO NEWS