کندهار کې له ښوونيز مرکز څخه ۲۵۰ تنه زده کوونکي فارغ شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۲:۳۵
شطشط

دوشنبه ( ۲ محرو ۱۴۴۶ ) کندهار ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند له ښوونيز مرکز څخه ۲۵۰ زده کوونکي چې۱۰ تنه يې د ترکيې ژبي او ۲۴۰ تنه يې د کمپيوټر څانګي څخه فارغ او د غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل شول.

په يادو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي انعام الله سمنګاني، د پوهني رئيس مولوي فخرالدین نقشبندي، د کندهار پوهنتون رئيس مولوي عبدالرحمن طیبي، د ځوانانو چارو آمر حافظ حمدالله سعيد او يو شمېر مسؤلينو او ځوانانو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ښاغلي سمنګاني د پيل په وينا کې د ژبو د زده کړو پر ارزښت هر اړخيزي خبري وکړې او ويې ويل: چې ځوانان بايد د وخت څخه استفاده وکړي، ژبي او مهارتونه زده کړي، تر څو اسلام او هيواد ته ګټه ورباندي ورسوي. 

نوموړي له فارغ شويو زده کوونکو څخه وغوښتل، چې ستاسې نيتونه او اهداف بايد په هره زده کړه کې سپيڅلي وي، تر څو اسلامي ارشادات او د دين دعوت نورو ټولنو ته ورباندي ورسوئ او هيواد ته خدمت وکړئ.
 
په عينو مېنه کې د اطلاعات او فرهنګ رياست او د (YHDO) مؤسسې د ګډ ښوونيز مرکز مسؤل حبيب الرحمن سعيد  د ښوونيز مرکز اړوند معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: چې مرکز يې د ترکيې او انګليسي ژبي د زده کړو تر څنګ د سواد او حرفوي زده کړو او آنلاين برخو کې هم درې مياشتنۍ وړيا زده کړي ځوانانو ته ورکوي.

۱۴۰۳/۴/۱۹ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۹ ميلادي

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۳۱
Background image

برگزاری سیمینار اصلاحی و فکری در الینگار

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به همکاری مشترک اداره فکری و فرهنگی الصارم سیمینار اصلاحی و فکری را با هدف جلوگیری از رسوم ناپسند و شناخت افکار باطل به حدود ۲۵۰ تن جوان راه‌اندازی کرد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

سیمینار علمی درباره رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی در سمنگان برگزار شد

رییس امور جوانان وزارت اطلاعات و فرهنگ، طی سفرش در سمنگان، سیمینار علمی تحت عنوان «رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی» را با حضور بیش از ۲۰۰ تن از جوانان در این ولایت برگزار کرد.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

برگزاری سیمینار علمی دربارهٔ(ارزش و اهمیت زمان) در شهر زرنج

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت نیمروز سیمینار علمی را دربارهٔ(ارزش و اهمیت زمان) به شماری زیادی از جوانان در تالار کتاب‌خانه عامه راه‌اندازی کرد.
مفتی حبیب الله الهام رییس اطلاعات و فرهنگ. . .

BACK TO NEWS