د واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون دویمه ناسته ترسره کړه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۹:۶
sss

سه شنبه( ۲۵ د ذوالحجې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ د معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د هېواد د مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون دویمه ناسته ترسره کړه.
د هنر او کلتور معین د کمېسون غړو ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ د کمیسیون غړي متوجه کړل، چې ورسپارل شوي امور په اخلاص ترسره او د وطن علیا مصالح په پام کې ونیسي.
همداراز ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د کابل ښار هغه واټونه چې نومونه یې بدلون مومي او یا تازه نومونه ورته غوره کیږي، د لیکدړو ( لوحو ) ډیزاین او ترتیب به د کابل ښاروالۍ جوړوي او د کمېسیون د غړو له خوا به نصبیږي.
همدارنګه پرېکړه وشوه چې د کابل ښار د ده افغانانو (زیرزمیني) سیمه د فرهنګ څلورلارې او د ښوونې او روزنې پوهنتون څلور لارې به د کتاب په نومونو ونومول شي همدارنګه د کابل شیرپور سیمه کې به د انقرې جادې لپاره نوی لوحه ترتیب شي.
دغه راز دیوشمیر نورو هغو لارو او واټونو په باب هم بحث وشو، چې نومونه یی په سلیقوي او قومي نسبتونو غوره شوي وو، چې بېرته به خپلو پخوانیو او لرغونو نومونو ته اړول کیږی.

۱۴۰۳/۴/۱۲ ھ ل
۲۰۲۴/۷/۲ ميلادي

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۳
Background image

تقدیر از اشتراک‌کنندگان برتر امتحان فرمان شماره ۱۷ در ولسوالی اله‌سای

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا و ادارهٔ فکری و فرهنگی تنویر امتحان فرمان شماره ۱۷ عالی‌قدر امــیرالمومـنـین حفـظه‌الله را میان ۶۰۰ تن از شاگردان مکاتب و مدارس ولسوالی اله‌سای این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۹
Background image

برگزاری نشستی با هدف حفاظت از ساحه تاریخی استوپه توپ‌دره در پروان 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پروان نشست پیرامون ارزش و حفاظت آبدات تاریخی ساحهٔ استوپه توپ‌دره راه‌اندازی کرد که در این نشست نماینده مقام ولایت پروان، مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با فعالان رسانه‌های اجتماعی 

نشست هماهنگی میان مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ هرات و فعالان رسانه‌های اجتماعی به هدف بررسی نقش ارزنده رسانه‌های نوین در آگاهی‌دهی، انعکاس واقعیت‌ها و تقویت ارتباط میان مردم و ادارات. . .

BACK TO NEWS