محمد طاهر زهیر: علم ګنج تاریخي بڼ به له بیارغاونې وروسته ترډېره د فرهنګی چارو لپاره وکارول شي

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۸:۵۶
محمد طاهر زهیر: علم ګنج تاریخي بڼ به له بیارغاونې وروسته ترډېره د فرهنګی چارو لپاره وکارول شي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهرزهیر نن د علم ګنج تاریخي بڼ،  چې بیا پر ماشین خانې هم مشهور شو، د لیدو پر مهال وویل چې دا بې ساری تاریخی ځای به له بیارغاونې وروسته تر دېره د فرهنګی چارو لپاره وکارول شي.

د باختر آژانس خبریال خبر  له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د باغ د لیدو په بهیر کې، چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت یوشمېر رییسان هم ورسره وو، وویل چې علم ګنج بڼ د کابل له تاریخي بڼونو دی او د امیر شېرعلی خان د حکومت پر مهال د هېواد د صنعت لومړی بنسټ په همدغه تاریخي بڼ کې کېښودل شو او حربي ماشین خانې د سکو او وسلو د تولید په موخه خپل کار پيل کړ. دې ماشین خانې وروسته پراختیا ومونده او د غازي شاه امان الله خان په وخت کې ډېره وغوړېده. هغه مهال په دغه تاریخي ځای کې یوه عصری قهوه خانه او د ښځو د لاسی صنایعو لپاره د نندارتون او خرڅلاو یو بازارګی هم جوړشو.

محمد طاهرزهیر د علم ګنج تاریخي بڼ بیارغاونې ته د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د جمهوررییس محمداشرف غني له پاملرنې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا تاریخي ځای به له بیا رغاونې وروسته ترډېره د فرهنګی چارو د پر مخ بیولو لپاره کارول کېږي او دلته به د کتابونو، عکسونو، انځورګرۍ، غالیو او د لاسی صنایعو د نورو محصولاتو نړیوال نندارتونونه جوړېږي او ډول ډول فرهنګي او هنري پروګرامونه به اجرا کېږي او په ټوله کې به دا بڼ د خلکو لپاره په یو فرهنګي – تفریحي ځای بدل شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت همدارنګه  له آغاخان فرهنګی بنسټ او آلمان پراختیایی بانک ( کی اف ډبلیو)، چې د علم ګنج بڼ د بیارغاونې پروژه یې تمویل کړېده، مننه وکړه.

د دې لیدنې په بهیر کې د آغاخان فرهنګی بنسټ مشر انجنیر محمد اجمل میوندي د علم ګنج بڼ د هرې برخې د بیارغاونې په اړه معلومات وړاندې کړل او ټنیګار یې وکړچې د دغه بڼ د بیارغاوني په بهیر کې د هغه تاریخي اصالت ساتل کېږي.

د دې پروژې د ساختماني چارو مسوول محمدهاشم بلوڅ وویل چې د علم ګنج بڼ د بیارغاوني چارې یو نیم مخکې پیل شوي دي او تر اوسه پنځوس سلنه مخ ته تللي دي او د ۲۰۲۱ تر پایه به بشپړې شي.

د آغاخان فرهنګي بنسټ د پروګرامونو مسوول امان الله صاحبزاده وویل چې د علم ګنج بڼ د بیارغاونې  پر پروژې او همدارنګه پر نورو فرعي پروژو، چې له دې پروژې سره تړاو لري، اتلس ملیونه یورو لګښت راځي او دا پیسې آلمان پراختیایي بانک ورکوي او آغا خان فرهنګي بنسټ د پروژې د مدیریت چارې پر مخ وړي.
کابل / د زمري
۱۶ مه / باختر

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۳
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی 

به ریاست مولوی رحمت الله ریحان رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت ارزگان نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی راه‌اندازی گردید. هدف از برگزاری این نشست، ایجاد هماهنگی بیشتر در زمینه فعالیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۷
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۸)، به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتابِ وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۷
Background image

فراهم کردن زمینه آموزش رایگان برای ده‌ها جوان در کندز 

آمریت امور جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کندز، زمینه آموزش رایگان زبان انگلیسی را برای ده‌ها جوان بی‌بضاعت در این ولایت فراهم کرد.
آمر امور جوانان گفت: جوانان باید از فرصت‌های. . .

BACK TO NEWS