هلمند کې د یتیمانو د ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې

wares_admin
جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۵:۱۷
Helmand

نن پنج شنبه ( ۱۶ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ اړوند د دولتي پوهنتون سیمه کې د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم په اساس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په سپارښتنه د کور او ښار جوړولو وزارت سره په همغږۍ د قطر هېواد د شاهي کورنۍ د خیریه بنسټ له لوري د ۵۰۰ یتیمانو لپاره د عصري او د ژوند له ټولو اسانتیاوو څخه د برخمن ښار ګوټي د جوړولو چارې پیل شوې.

په دې موخه جوړو شوو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه، د کور او ښار جوړولو وزیر الحاج مولوي حمدالله نعماني، د هلمند ولايت مرستیال والي الحاج مولوي محمد نبي حماس، د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس حافظ عبدالباري راشد او یو شمېر نورو رئیسانو او د ادارو مسؤلینو ګډون درلود.

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي خیرخواه وویل: د افغانستان د اسلامي امارت هر مسؤل د ولس د هوساینې لپاره په اخلاص سره کار کوي، زیات قرادادونه لرو چې په تر سره کولو سره به يې هیواد والو ته په بېلا بېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي، موږ د داسې ښار ګوټو په جوړولو د ټولو اړخونو څخه ځانګړې مننه کوو.

 ښاغلي خیرخواه د هلمند ولایت پر مسؤلینو غږ وکړ، چي د ياد خیریه بنسټ سره په هره برخه کې همکاري وکړي، ترڅو چارې يې له ستونزو سره مخ نه شي.

 د کور او ښار جوړولو وزیر ښاغلي نعماني وویل: ډېر د خوښۍ ځای دی، چې نن په هلمند ولایت کي د یتیمو کورنیو لپاره سر پناه جوړوو، اسلامي امارت هڅې راپېل کړي چې د سرپناه ستونزه په بشپړه توګه د هیواد په کچه حل کړي.

د هلمند ولايت مرستیال والي ښاغلي حماس وویل: د اطلاعاتو کلتور وزارت، د کور او ښار جوړونې وزارت او د قطر هېواد د شاهي کورنۍ د خیریه بنسټ څخه ځانګړې مننه کوو، چې په هلمند ولایت کي يې عصري او له هرډول سهولت څخه برخمن د یتیمانو لپاره د ښار ګوټي د جوړولو چارې عملاً راپیل کړې، موږ به ددې ښارګوټي په جوړونه او نورو پرمختیايې چارو کې پوره همکاري وکړو، ترڅو ولسونو ته ښه خدمت وشي.


۲۰۲۴/۴/۲۵ ميلادي 
۱۴۰۳/۲/۶   ھ ل
 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۳
Background image

تقدیر از اشتراک‌کنندگان برتر امتحان فرمان شماره ۱۷ در ولسوالی اله‌سای

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا و ادارهٔ فکری و فرهنگی تنویر امتحان فرمان شماره ۱۷ عالی‌قدر امــیرالمومـنـین حفـظه‌الله را میان ۶۰۰ تن از شاگردان مکاتب و مدارس ولسوالی اله‌سای این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۹
Background image

برگزاری نشستی با هدف حفاظت از ساحه تاریخی استوپه توپ‌دره در پروان 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پروان نشست پیرامون ارزش و حفاظت آبدات تاریخی ساحهٔ استوپه توپ‌دره راه‌اندازی کرد که در این نشست نماینده مقام ولایت پروان، مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با فعالان رسانه‌های اجتماعی 

نشست هماهنگی میان مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ هرات و فعالان رسانه‌های اجتماعی به هدف بررسی نقش ارزنده رسانه‌های نوین در آگاهی‌دهی، انعکاس واقعیت‌ها و تقویت ارتباط میان مردم و ادارات. . .

BACK TO NEWS