کندوز کې د ثور ۵ مه د مطبوعاتو ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۸:۱۴
Kunduz Province

چهارشنبه ( ۱۵د شوال المکرم ۱۴۴۵)  په کندوز ولايت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمریت له لوري د ثور ۵ مه نېټه چې د مطبوعاتو ورځې سره سمون خوري، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. 

د غونډې پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمریت  د باختر آژانس مدير بریالي همنوا وویل: ډېر د خوښۍ ځای دی چی د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره رسنئ پرته له امنیتي ګواښونو خپلې رسنیزې چارې پرمخ وړي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تل د رسنیو او خبریالانو ملاتړ کړی، ښاغلي همنوا هیله څرګنده کړه چې رسنئ او خبریالان دې د تل په څېر په رسنیزو چارو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.


دغه ‌راز د خبریالانو او سیمه‌ ییزو رسنیو په استازيتوب د ملي تلويزيون خبریال شمس‌الرحمن زردشت او د ازادو خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول ضیاءالحق ذاهد خبرې وکړې، دوی د مطبوعاتو ورځې د لمانځنې له امله د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه د مننې ترڅنګ له خبریالانو او د سیمه ییزو رسنیو مسوولینو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلې رسنیزې چارې دې د تل په څېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره په پوره همغږۍ مخ ته یوسي. 

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس الحاج مطیع‌الله روحاني د ټولو خبریالانو او رسنیو څخه وغوښتل، چې په پوره هڅه دې د ټولو امارتي ادارو فعالیتونو او لاسته راوړنو ته انعکاس ورکړي، ترڅو خلک د دولت له فعالیتونو څخه په پوره توګه خبر شي. 

۲۰۲۴/۴/۲۴ میلادی
۱۴۰۳/۲/۵ هـ ل
 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۴۱
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷) به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتابِ وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری از. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۲۴
Background image

برگزاری مشاعره عنعنوی بهاری(لغمان سرسبز)

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به هماهنگی ریاست ترنم و ترانه‌های وزارت اطلاعات و فرهنگ مشاعره عنعنوی بهاری لغمان سرسبز را در کنار دریای خروشان الینگار شهر مهترلام راه‌اندازی کرد که. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۹
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با نویسندگان، فرهنگیان و جوانان فعال

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت ارزگان نشست هماهنگی با نویسندگان، فرهنگیان و جوانان فعال این ولایت راه‌اندازی کردند که هدف از برگزاری این نشست، ترویج ارزش‌های اسلامی و ملی در جامعه،. . .

BACK TO NEWS