غزني ولايت ته د بهرنيو سيلانيانو په شمېر کې ډيروالی راغلی دی
د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: دې ولايت ته د بهرنيو سيلانيانو په شمېر کې ډيروالی راغلی دی، له ۱۴۰۲ کال څخه تر اوسه ۲۹۳ تنو بهرنيو سيلانيانو له غزني څخه ليدنه کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور د رئيس ملا حميدالله نثار په وينا؛ په ټول هېواد په ځانګړي ډول غزني ولايت کې د ډاډمن امنيت په تامينيدو سره د ګرځندوی په برخه کې د پام وړ بدلون راغلی، د ۱۴۰۲ کال له پيل څخه تر دا مهاله د غزني ولايت د تاريخي او تفريحي سيمو څخه د ۲۹۳ تنو بهرنيو سيلانيانو ليدنه کړې ده، چې اکثريت يې د روسيې، ايران، چين، جنوبي کوريا او اروپايي هيوادونو څخه راغلي وو.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم ۶ تنه سيلانيان د انګلستان، اسټراليا، هندوستان او امريکا څخه د غزني ولايت د تاریخي سيمو، نظامي موزيم او لرغونو ځايونو د ليدنې په موخه ياد ولايت ته راغلي وو.
۱۴۴۵/۸/۲۱ هـ ق
۱۴۰۲/۱۲/۱۲ هـ ل
