په جوزجان کې د رسنیو د فعالیتونو د ښه والي لپاره هڅې روانې دي
د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره وکتل او د رسنیو په ستونزو یې مفصل بحث وکړ. د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سيف الدين معتصم په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، اسلامي امارت به په هر ډول شرایطو کې د خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي.
په دې کتنه کې ښاغلي معتصم وويل: تر اوسه پورې په دغه ولايت کې د رسنيو د فعاليت مخه نه ده نيول شوې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له رسنيو سره هر اړخيزه همکاري شوې ده.
ورپسې د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق وویل: رسنۍ د دولت او ولس تر منځ د اړیکو پل دی، اسلامي امارت په هر ډول شرایطو کې له رسنیو ملاتړ کوي او رسنۍ باید د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپل نشرات وکړي.
۱۴۴۵/۵/۲۲ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۵ هـ ش
