پوهاند باوري دافغانستان اوترکيې ترمنځ دفرهنګي اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۴ - ۱۲:۴۹
پوهاند باوري دافغانستان اوترکيې ترمنځ دفرهنګي اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ


داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن په کابل کې دترکيې دسفارت له دويم سکرترسره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې دهغه فرهنګي هوکړه ليک دلاسليک په اړوند چې مسوده يې دترکيې دسفارت ددويم سکرتر  له لوري پوهاند باوري ته وسپارل شو ،په کابل کې دترکيې د فرهنګي مرکز دجوړولو چې وروسته به دهېواد په کچه فعاليت وکړي او دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو دپراختيا په اړوند خبرې وشوې .
پوهاند باوري ټينګار وکړ چې دترکيې دتيکا بنسټ بايد په فرهنګي برخو په تېره بيا دهېواد دفرهنګي ابداتو دترميم په برخه کې داطلاعاتواوفرهنګ له وزارت سره په مشوره  اوهمغږى کې ترسره کړي .
په کابل کې دترکيې دسفارت دويم سکرتر  له افغانستان سره په تېره بيا په فرهنګي برخه کې  دخپل هېواد دهمکاريو ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې ترکيه غواړي په فرهنګي برخه کې خپلې همکارى دافغانستان ټولو ولايتونو ته پراخې کړي او داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له همکارى  څخه يې مننه وکړه.

کابل / دمرغومي ١٣مه / باختر

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۳
Background image

برگزاری سیمینار‌های علمی در ولسوالی‌های مقر و ناوه 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت غزنی با هماهنگی آمریت‌های معارف، سیمینارهای علمی را با هدف اصلاح فکری برای شماری از جوانان ولسوالی‌های مقر و ناوه، برگزار کرد.
ملا حمیدالله نثار رییس اطلاعات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۴
Background image

دیدار معین فرهنگ و هنر با رییس عمومی موسسه فیروزکوه

شیخ عبدالرحمن طیبی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ با خانم لیان رییس عمومی موسسه فیروزکوه برای افغانستان و هیأت همراه وی دیدار کرد.
در این دیدار که محمد شفیق احمدزی رییس ارتباط. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۹
Background image

برگزاری امتحان فرمان شماره ۱۷ در فاریاب

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فاریاب با هماهنگی اداره علمی و فرهنگی البرز امتحان رساله فرمان شماره ۱۷ عالی‌قدر امیرالمومنین حفظه‌الله تعالی (درمورد رسم و رواج‌های ناپسند در امور خویشاوندی. . .

BACK TO NEWS