د کډوالو د عالي کمیسیون اړوند د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کميټې غړو د خصوصي رسنيو له استازو سره وکتل

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۰:۵۲
....

نن چهارشنبه (1445/4/16ه ق ) اطلاعاتو او کلتور وزارت په نشراتو معینیت کې، د کډوالو عالي کمېسيون چې په ترکیب کې يې( ۱۲) کميټې دي، يوه يې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه ده، نن يې د خصوصي رسنيو له استازو سره وکتل.

 په پيل کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کميټې استازو وويل چې ټولې رسنۍ اسلامي او ملي مسؤليت لري تر څو د راستنیدونکو مظلومو افغانانو ږغ تر نورو په سهي ډول ورسوي او د عام پوهاوي په برخه کي خپلي هڅي ګړندي کړي.

 اړوندې ټولې کميټې هڅه کوي چې ټول بيرته راستنېدونکي کډوال په باعزته توګه راستانه او په خوندي ځایونو کې يې ځای پر ځای کړي او د اولیه اړتياوو سربيره به يې روغتيا، تعليم ،کارموندني،امنیت او اقتصادي وضعيت ته ځانګړي پاملرنه وکړي.

او دا د رسنيو مسؤليت دي چې د اولس ذهنيت  دې ته جوړ کړي تر څو د راستنېدونکو کډوالو سره د ورورګلوۍ اصل په پام کې نيولو سره هر ډول همکاري وکړي او ډاډ ور کړي چې اولس او حکومت يې په بشپړه توګه تر څنګ ولاړ دی.
او د خصوصي رسنيو استازو ته يې بندرونو ته د رسېدو په موخه د هر راز همکارۍ او همغږۍ ډاډ وړاندي کړ.

ورپسې د خصوصي رسنيو استازوو د مننې ترڅنګ، زياته کړه رسنۍ دې ته ژمنې دي تر څو د دوی ږغ تر داخلي او نړيوالو بنسټونو په حقيقي ډول ور سوي او هغه څه چې د دوی لپاره په داخل کې چمتو او اماده سوي د هغه په اړه کډوالو ته ډاډ او اطمینان ور کړي، تر څو په ډاډه زړه هېواد ته راستانه سي او له دغه مهيا سوو امکاناتو څخه استفاده وکړي.
 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۵۰
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با جوانان ولسوالی شاجوی

حضرت الله زاهد مدیر عمومی اطلاعات و فرهنگ ولسوالی شاجوی مربوط به ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت زابل نشست هماهنگی با جوانان این ولسوالی راه‌اندازی کرد. در این نشست، در رابطه به تقویت و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۱۷
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی یک روزه تحت عنوان(جلوگیری از رسوم ناپسند و افکار باطل)

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان و اداره فکری و فرهنگی الصارم سیمینار آموزشی یک روزه تحت عنوان(جلوگیری از رسوم ناپسند و افکار باطل) به جوانان، شاگردان مکاتب و مدارس و بزرگان قومی ساحه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

رونمایی کتاب(بریالي ژوند لارښودونکي اصول)

ریاست کتاب‌خانه‌های عامهٔ معینیت فرهنگ و هنرِ وزارت اطلاعات و فرهنگ از کتاب ترجمه شدهٔ تحت عنوان(بریالي ژوند لارښودونکي اصول) در تالار کتاب‌خانه‌عامه رونمایی کرد که در مراسم رونمایی. . .

BACK TO NEWS