د ژبو عالي شورا د کړنلارې جوړولو کمېټې د خلکو د کلتور په ریاست کې ناسته تر سره کړه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۳:۵۵
.....

نن دوشنبه ( ۱۴۴۵/۴/۱۵ هـ ش) د ژبو عالي شورا د کړنلارې جوړولو کمېټې غړو خپله ناسته د خلکو د کلتور په ریاست کې تر سره کړه، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت، د علومو اکاډمۍ، د پوهنې وزارت استازو او د نورستاني ژبو ژبپوه، لیکوال او شاعر ښاغلي سلیمان سون آرا، لیکوال او ژباړن ښاغلي محمد نواب خوښ او د خلکو د کلتور ریاست د کلتور او ادبیاتو آمر پکې ګډون کړی و.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د خلکو د کلتور ریاست د څېړنو او ادبیاتو عمومي مدیر نعمت الله ساپي صاحب د کمېټې غړو ته د شورا د کړنو په اړه معلومات ورکړل او تر څنګ یې د یاد مدیریت له خوا ترتیب شوې طرحه هم د کتنې په پار د کمېټې غړو ته وړاندې کړه.
ورپسې د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب مسلکي غړو له خوا جوړه شوې طرحه هم د کمېټې غړو ته د کتنې په موخه وړاندې کړه، چې له لوستلو وروسته د کمېټې غړو د طرحې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.
په پای کې په دې پرېکړه وشوه، چې د خلکو د کلتور ریاست د کلتور او ادبیاتو پراختیا آمریت له لوري به یوه طرحه د کمېټې د غړو د نظرونو په رڼا کې ترتیب او د ټولو غړو سره به د کتنې په موخه شریکیږی، د طرحې د ترتیب چارې ښاغلي نعمت الله ساپي صاحب ته، د شورا د موخو ترتیب ښاغلي حریفال صاحب ته، د شورا دندې ښاغلي محمد نواب خوښ صاحب ته، د شورا د غړو صلاحیتونو برخه ښاغلي استاد روضیت الله مجید ته وسپارل شوه.
 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۳
Background image

تقدیر از اشتراک‌کنندگان برتر امتحان فرمان شماره ۱۷ در ولسوالی اله‌سای

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا و ادارهٔ فکری و فرهنگی تنویر امتحان فرمان شماره ۱۷ عالی‌قدر امــیرالمومـنـین حفـظه‌الله را میان ۶۰۰ تن از شاگردان مکاتب و مدارس ولسوالی اله‌سای این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۹
Background image

برگزاری نشستی با هدف حفاظت از ساحه تاریخی استوپه توپ‌دره در پروان 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پروان نشست پیرامون ارزش و حفاظت آبدات تاریخی ساحهٔ استوپه توپ‌دره راه‌اندازی کرد که در این نشست نماینده مقام ولایت پروان، مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با فعالان رسانه‌های اجتماعی 

نشست هماهنگی میان مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ هرات و فعالان رسانه‌های اجتماعی به هدف بررسی نقش ارزنده رسانه‌های نوین در آگاهی‌دهی، انعکاس واقعیت‌ها و تقویت ارتباط میان مردم و ادارات. . .

BACK TO NEWS