په نیمروز کې د نبي کریم ﷺ د سیرت سیالۍ ګډون‌کوونکو ته جایزې ورکړل شوې

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۰:۴۶
....

د نیمروز ولایت په چهاربرجکې ولسوالۍ کې د نبي کریم ﷺ د سیرت سیالۍ ممتازو ګډون کوونکو ته د جایزې ورکړل شوې.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د یادې ولسوالۍ مرستیال، مولوي جمعه‌ګل فردوس، د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج مفتي حبیب‌الله الهام، د چاپېريال ساتنې رئيس مولوي حبیب‎الله مظهري، د ولسوالۍ د یو شمېر ملکي او نظامي ادارو مسؤلينو، علما‌‌ٔ کرامو، د چهاربرجکې ولسوالۍ د پوهنې آمر او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی و.
غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې ښاغلي الهام د چهاربرجکې ولسوالۍ د ملکي او نظامي مسؤلينو له همکارۍ او د نبي ﷺ د سیرت په سیالۍ کې له ګډون‌کوونکو څخه مننه وکړه او د رسول‌الله ﷺ د سنتو په تړاو یې مفصل بحث وکړ.
ښاغلي الهام د کلتوري، علمي او فکري پروګرامونو د ترسره کولو په برخه کې د غونډې ګډونوالو ته د لازیاتو همکاریو ډاډ ورکړ او د یادې ولسوالۍ بېلابېل اقشار یې یووالي او اتفاق ته و هڅول.
غونډه د نبي کریم ﷺ د سیرت سیالۍ ګټونکو ته د جایزو ورکولو سره پای ته ورسېده.

۱۴۴۴/۳/۲۹ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۲۲ هـ ش

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۹
Background image

نشست هماهنگی سخن‌گویان و مدیرمسوولان رسانه‌های محلی ولایت بادغیس برگزار شد

نشست هماهنگی سخن‌گویان و مدیرمسوولان رسانه‌های محلی ولایت بادغیس، به ریاست مولوی مطیع‌الله متقی رییس اطلاعات و فرهنگ این ولایت برگزار شد.
مولوی مطیع‌الله متقی‌ رییس اطلاعات و فرهنگ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۶
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها 

نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها در حضور مولوی سیف الدین تائب معاون والی کندهار، مولوی ذبیح الله مجاهد سخنگوی ا.ا.ا.، مولوی انعام الله سمنگانی رییس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۶
Background image

کار پروژه‌های زیربنایی برای بازسازی بخش‌های مسکونی آثار تاریخی و مناطق باستانی آغاز گردید 

با حضور مولوی محمد انس عزیزی معاون والی بامیان، قاری سید مصطفی صالح رییس اطلاعات و فرهنگ این ولایت، نمایندگان سازمان یونسکو، نمایندگان شرکت‌های قراردادی پروژه‌ها و شماری از باشندگان محل. . .

BACK TO NEWS