د رضا کاره ځوانانو سره د همغږۍ غونډه  تر سره شوه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۰:۴۹
.....

د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون کې له رضاکاره ځوانانو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه.
په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمر مولوي اغا صاحب، د هلمند عامه کتابتون مسؤل محسن عمري صاحب، د ځوانانو د همغږۍ مدیر قدرت الله تسل صاحب، د ځوانانو د ودي او انکشاف مدیر عبدالصبور نوري صاحب او نورو رضاکاره ځوانانو ګډون کړی و.
په پیل کې د ځوانانو چارو آمر مولوي اغا صاحب د ځوانانو چارو له مخکني مسؤل او رضاکاره ځوانانو څخه مننه وکړه چې د ځوانانو چارو آمریت سره همکاري کوي.
نوموړي پر نورو ځوانانو غږ وکړ چې د سیرت النبي "صلی الله علیه وسلم" سیالیو کي نوم لیکنه وکړي، د ده په وینا چي سیرت د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ژوندانه کړه وړه راښیي د دې لپاره چې ورڅخه خبر شو، نو لازمه ده چې مبارک سیرت یې مطالعه او یاد ته یې وسپارو.
نوموړي د راتلونکي سیرت النبي صلی الله علیه وسلم د سیالیو په هکله د مجلس له ګډونوالو سره بحث وکړ، چې یاده سیالي به پوره شفافه وي او تاسي به زموږ سره د چارو په ترسره کېدو کې همکاري کوئ.

۱۴۴۵/۳/۱۹ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۲ هـ ش

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۹
Background image

برگزاری نمایشگاه‌های کتاب به مناسبت هفته کتاب و کتاب‌خوانی در ولایات کشور

به مناسبت هفته کتاب، نمایشگاه‌های کتاب در ولایت‌های مختلف کشور برگزار شده است. در این نمایشگاه‌ها صدها عنوان کتاب در بخش‌های علوم دینی و علوم عصری در معرض دید علاقه‌مندان قرار گرفته است. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۳
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۱ ذوالحجه ۱۴۴۷) نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب معینیت امور نشراتِ وزارت اطلاعات و فرهنگ برگزار گردید.
 در آغاز نشست، منشی کمیسیون گزارش فعالیت‌ها و اجراآت انجام‌شده را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۵
Background image

افتتاح غرفه انتشارات کتاب‌فروشی بیهقی در سرپل

ریاست نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ با هدف فراهم‌سازی دسترسی آسان به کتاب‌‌های مفید و معیاری با قیمت مناسب، ترویج فرهنگ مطالعه و غنی‌سازی سطح علمی غرفه. . .

BACK TO NEWS