په هرات کې د اتفاق اسلام ورځپاڼې ۱۰۳ کلیزه ولمانځل شوه

noori_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۵:۵۷
applw

 

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور په رياست کې د اتفاق اسلام ورځپاڼې ۱۰۳ کلیزه د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه
په دې اړه د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نعيم الحق حقاني وايي، چې د هېواد په لوېديځه برخه کې د اتفاق اسلام ورځپاڼې د فعالیت ۱۰۳ کاله پوره شول، د غه ورځپاڼه په حقیقت کې زموږ د هېواد د تاریخ د یوې پېړۍ یادونه ده، چې پکې د هېواد د یوې پیړۍ د بریا او ناکامۍ ټولې برخې شاملې دي.
ښاغلي حقاني د اتفاق اسلام ورځپاڼې پر خپرېدو او د کارکوونکو د شمېر پر کموالي اندېښنه وښوده او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسؤلینو يې وغوښتل چې په یاده برخه کې ور سره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د اتفاق اسلام ورځپاڼې مسؤل مدير فايق هروي وویل: په دې ورځپاڼه کې تحليلي برخه، سالم او کلتوري مطالب له قوي محتوا سره خپرېږي.

۱۴۴۵/۲/۶ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۱/ هـ ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۴۰
Background image

برگزاری نشست‌های هماهنگی با خبرنگاران،‌ مسوولان رسانه‌ها و سخن‌گویان ادارات امارتی

ریاست‌های اطلاعات و فرهنگ ولایات خوست و غور نشست‌های هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی،‌ خبرنگاران و مسوولان رسانه‌های‌ این ولایات راه‌اندازی کردند.
مسوولان ریاست‌های اطلاعات و فرهنگ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی یک روزه تحت عنوان(اهمیت مطالعه) در هلمند

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هلمند به همکاری مشترک اداره فکری و فرهنگی الرباط سیمینار آموزشی یک روزه تحت عنوان(اهمیت مطالعه) را به شماری زیادی از شاگردان در کتاب‌خانه عامه شهر لشکرگاه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۰
Background image

فراغت ده‌ها تن جوان از مراکز آموزشی رایگان 

ده‌ها تن جوان از مراکز آموزشی رایگان ریاست‌های اطلاعات و فرهنگ ولایات پنجشیر و ننگرهار سند فراغت بدست آوردند.
در جریان مراسم فراغت، مسوولان ریاست‌های اطلاعات و فرهنگ این ولایات درمورد. . .

BACK TO NEWS