د مشرتابه  (حفظه‌الله تعالی) د کتاب (اهل سنت او جماعت عقیده) د ارزښت او د کارکوونکو د عقیدوي درسونو د ازموینې د پایلو اعلان په اړه غونډه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۵:۷
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د ا.ا.ا د مشرتابه حفظه الله تعالی د کتاب (اهل سنت او جماعت عقیده) د ارزښت او اهمیت او د دغه وزارت له کارکوونکو څخه د عقیدوي درسونو د اخیستل شوې ازموینې د پایلو د اعلان په اړه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شیر احمد حقاني صاحب، د هنر او فرهنګ معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن طیبي او د وزارت د کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.
د دعوت او ارشاد رییس مولوي عبدالسلام آغا سعید ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دې غونډې د ارزښت، د مشرتابه (حفظه‌الله تعالی) د فرامینو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون له مخې د دولتي ادارو د کارکوونکو د سیرت او صورت، د لمانځه د ادا کولو او د عقیدوي درسونو د جوړولو په اړه معلومات شریک کړل.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شیر احمد حقاني صاحب د (اهل سنت او جماعت عقیده) کتاب د منځپانګې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: ا.ا د خپلو کارکوونکو عقیدې او عقیدوي درسونو ته ځانګړې پاملرنه لري او زموږ او ستاسو له مهمو مسوولیتونو څخه یو هم اسلامي عقیدې ته پاملرنه ده.
همدارنګه ښاغلي حقاني صاحب د امیر اطاعت، د لمانځه ادا کولو، د اسلامي شریعت مطابق د سیرت او صورت د جوړولواو دین او سیاست په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اسلامي نظام د زرګونو شهیدانو د سرښندنو او قربانیو په پایله کې قایم شوی دی، نوموړي په دولتي ادارو کې د (د اهل سنت او جماعت عقیده) کتاب پر تدریس هم ټینګار وکړ.
ورته مهال د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي وویل: مشرتابه (حفظه‌الله) زموږ او ستاسو د عقیدې په اړه دغه کتاب لیکلی دی. ښاغلي طیبي په بېلابېلو ادارو کې د دغه کتاب تدریس ګټور او اغېزمن وباله او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل، چې د کتاب منځپانګه په ښه توګه زده کړي او له نورو سره یې هم شریکه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د ازموینې سلو مخکښو ګډونوالو ته بېلابېلې ډالۍ هم ورکړل شوې. 

۱۴۴۸/۵/۲۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۵:۲۲
Background image

برگزاری نشست تشریح اهمیت کتاب (عقیدهٔ اهل‌السنةوالجماعة) تالیف زعیم کشور حفظه‌الله‌تعالی و اعلان نتایج امتحان درس‌های عقیدتی کارکنان وزارت اطلاعات و فرهنگ

ریاست دعوت و ارشاد وزارت اطلاعات و فرهنگ نشست تشریح اهمیت کتاب(عقیدهٔ اهل‌السنة‌والجماعة) تالیف زعیم کشور حفظه‌الله‌تعالی را‌‌ راه‌اندازی و نتایج امتحان درس‌های عقیدتی را که از کارکنان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۵:۱۸
Background image

بررسی و نظارت کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات از ناحیه یازدهم شهر کابل

کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ از لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات از ساحه چهارراهی هوتل پروان ناحیه یازدهم شهر کابل بررسی و نظارت کردند.
در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۳
Background image

معین فرهنگ و هنر؛ درک اولویت‌ها ضرور و کار مشترک برای آبادی مهم است

این اظهارات را شیخ عبدالرحمن طیبی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ در دفتر کاری‌اش در دیدار با مسوولان موسسه شانته بیان کرد که در این دیدار دکتور رفیع الله صمیم رییس کتاب‌خانه‌های. . .

BACK TO NEWS